د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « کورتولموش : د ګرځندوی په برخه کې   ترټولو ستر ریکاټ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کورتولموش وویل چې  استانبول  په ۲۰۱۸ کال کې د ګرځندوی په برخه کې  یو ډیر  ستر ریکاټ ټینګ کړی دی. هغه ویلي دي چې  ترکیې  د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو ۵ میاشتو کې یو ډیر ستر ریکاټ ټینګ کړی دی. په لومړنیو پنځو میاشتو کې  ۱۱ عشاریه ۵ میلیونه تنه سیلانیان  ترکیې ته راغلي دي.

د حریت ورځپاڼې « یمني  وزیر د ترکیې نه مننه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د یمن د پلان او نړۍوالو همکاریو وزیر محمد سید السعیدي  د ترکیې نه د یمن سره  د ترسره کړو بشري مرستو له امله  مننه وکړه.

د وطن ورځپاڼې لیکلي  دي چې ترکیې  د اف ۳۵ ډوله  پنځم نسل  الوتکو  لپاره لومړني پیلوټان د روزنې په خاطر امریکا ته استولي دي. په خبر کې راغلي دي چې په لومړني پړاو کې  د نوموړو الوتکو لپاره ۱۳ تنه پیلوټان  او ۳۲۵ تنه  تخنیک پرسونل  رول روزل کیږي. پیلوټانو او تخنیکی پرسونل   د امریکا د اریزونا ایالت  د لوک په هوايي هډه کې  روزنیز پروګرام  پیل کړ.

د خبرترک ورځپاڼې  « ترکیې د ګرځندوی په برخه کې ۱۱ جایزې ترلاسه کړې  »

د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګرځندوی  د اوسکار د جایزو په توګه  مشهور  د نړۍ د سیاحت جایزو  د پروګرام په چوکاټ کې  ترکیه د ګرځندوی په برخه کې د اروپا په ګټګورۍ کې  د ۱۱ جایزو  لایق وګڼل شو. د ترکیې د انتالیا ولایت پنځه جایزې، د استانبول او موغلا ولایتونو بیا  درې درې جایزې ترلاسه کړې. د ویلو ده چې د استانبول  د چراغان پالس یا قصر  هوټل  د اورپا تر ټولو  د ښه هوټل په توګه وټاکل شو.

د صباح ورځپاڼې  « د ترکیې د باسکتبال ملي لوبډلې ټاکلي هدف ته یو ګام بل هم  نږدی شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د باسکتبال فدراسیون ویلي دي چې  د د هیواد د باسکتبال  لوبډلې  د ارجنټاین په کوربه  د نړۍوالو اتلولیو  په روانو سیالیو کې  د سربستان  لوبډلې ته  ۶۸ د ۸۷ په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره  سیمې فاینل ته  لار پیدا کړه.

د ینې شفق ورځپاڼې « د جون په ۲۴ مه د ترسره شوو ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ټاکنو د پايلو له مخې رجب طيب اردوغان ۲۶ ميليونه ۳۳۰ زره او ۸۲۳ رايو په ترلاسه کولو سره چې ۵۲ عشاريه ۵۹ کيږي د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. 

په ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريت خلق ګوند نوماند محرم اينجه د ۱۵ ميليونه ۳۴۰ ززه او ۳۲۱ رايو په ترلاسه کولو سره په دويم کتار کې ځای نيولې دی. 

په ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د خلکو د ډيموکراسۍ ګوند نوماند صلاح الدين ديمير تاش بيا ۴ ميليونه ۲۰۵زره ۹۷۴ رايو په ترلاسه کولو سره په دريم ، د ښه ګوند نوماندې ميرال اقشنر د ۳ ميليونه او ۶۴۹ زره او ۱۰۳۰ رايو په ترلاسه کولو سره په څلورم کتار کې ، د سعادت ګوند نوماند تيمل قره ملااوغلو د ۴۴۳ زره او ۷۰۴ رايو سره په پنځم کتار کې او د کمونست ګوند نوماند دوغو پيرينجيک د ۹۸ زره او ۹۵۵ رايو په ترلاسه کولو سره په شپږم کتار کې ځای نيولی دی. 

 

 



اړوند خبرونه