كله چې امريكايي سناتور پر اسراييلو نيوكه وكړي څ كيږي؟

د امريكا د سنا د مجلس يو تن غړى پاتريك ليهي وايي چې اسراييل او مصر بايد د هغو وحشيانه وژنو له امله محاكمه شي چې د امريكايي وسلو په واسطه يې ترسره كړي دي.

كله چې امريكايي سناتور پر اسراييلو نيوكه وكړي څ كيږي؟



امريكايي سناتور د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو لخوا د رټل كېدو سربېره حتى د خپل ګوند د ځينو وكيلانو لخوا هم وغندل شو.

د يو تن اسراييلي سرتيري لخوا د هغه فلسطيني ټپي شوي ځوان د وژل كېدو ويډيو د خپرېدا نه څو ورځې وروسته د امريكا د سنا د مجلس د يو تن غړي پاتريك ليهي لخوا په اسراييلو كې د بشري حقونو نه د سر غړونې په اړه د څېړنو غوښتنه شوه. دې غوښتنې يو ځل بيا د امريكا د اوردو لخوا د اسراييلو ښي اړخي حكومت سره د مرستو د موضوع پر سر جنجالونه زيات كړل.

د روان كال د فبروۍ په ۱۰مه نېټه سناتور پاتريك ليهي د ديموكرات ګوند د ۱۰ تنو نورو سناتورانو سره په ګډه ددې هېواد د بهرنيو چارو وزير جان كيري ته يو ليك ولېږلو. دا ليك د مارچ د مياشتې په پاى كې د رسنيو سره هم شريك شو. ددې ليك په يوې برخه كې داسې راغلي دي: `` په مصر او اسراييلو كې د امنيتي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو د ښكاره او بې شمېره پېښو په اړه راپورونه د هرې ورځې په تېرېدو سر زياتيږي. دا هغه سرغړونې دي چې د امريكا د نظامي مرستو په واسطه ترسره شوي دي او يا يې هم د د پېښېدو امكان ډېر دى. ددې راپورنو د صحت په اړه ستاسې نه غوښتنه كوو چې څېړنۍ وكړئ او بيا يې پايلې موږ سره شريكې كړئ.``

د سناتورانو په ليك كې ادعا شوې ده چې دا راپورونه د ليهي د قانون نه چې `` د همدې سناتور لخوا تيار شوى دى`` ښكاره سرغړونه ده. د ليهي د قانون له مخې، كه چېرې د بهرنيو چارو وزارت د راپور له مخې د نورو هېوادونو د امنيتي ځواكونو لخوا د بشري حقونو نه د سرغړونې پېښې تثبيت كړي نو د اړوند هېواد سره بايد نظامي مرستې پاى ته ورسيږي.

په ليك كې راغلي دي چې د بښنې د نړيوال سازمان په ګډون د بشري حقونو يو شمېر سازمانونه ادعا كوي چې د اسراييلي امنيتي ځواكونو د فادي الاون، سعد العطرش، هادي الاشلمون او متاز ايويسا په نامه فلسطينيان د محاكمې پرته وژلي دي. سربېره پر دې د وسيم معروف او احمد مناسره په نامه كسان زورول شوي دي.

پدې اړه د موندويس د نشريې ليكوال فيليپ ويس داسې ليكي: `` د هانك جانسون، اندرې كارسن، ايډي برنيس، اېلېنور هولمس او نور په څېر د ليك لاسيكونكي سناتوران په عمومي ډول د سنا په مجلس كې د امريكا د متحدو ايالتونو د لږه كيو استازي دي. د ديموكراتانو په ګوند كې د تورپوستو او لاتيني هېوادوالو ترمېنځ د فلسطين سره د خواخوږئ كچه په لوړېدلو ده. ددې په پايله كې په كرار كرار د اسراييلو سره د امريكا ملاتړ په سياسي ډګر كې تر پوښتنو لاندې راځي.``

د ليهي ليك ددې امله اهميت لري چې د اسراييلي د امنيتي ځواكونو د سرغړونو تر څنګ يې په مصر كې د ظلمونو او په ۲۰۱۳م كال كې د رابعه په ميدان كې د عاموژنو پېښې هم په كې ذكر شوي دي. دا ځكه چې د امريكا په سياسي ډګر كې په اسراييلو نيوكه كول څه عادي خبره نه ده. د امريكا متحده ايالتونه هر كال د اسراييلو سره د ۳.۱ ميلياردو ډالرو په ارزښت مرستې كوي. د مصر سره د ترسره شوو مرستو كلنۍ شمېره ۱،۵ ميليارده ډالره ده. د كمپ ډېوېډ د تړون په اساس دا مرستې په مصر كې د كودتاچي رژيم جېب ته چې په وحشيانه ډول خلك تر فشار لاندې راوړي، ځي. په ۲۰۱۴م كال كې د دې دوو هېوادونو سره ترسره شوې مرسته، د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا بهرنيو هېوادونو سره د ترسره شوې مرستې ۷۵ سلنه احتوا كوي.

دا ليك د امريكا د سنا د مجلس د بهرنيو اړيكو د كمېټې د لوړرتبه غړي او د ديموكرات د ګوند نه د اسراييل پلوي سناتور بن كارډين لخوا چې د كمپاين پر مهال يې د اسراييلي لوبي نه يې د پام وړ مرستې ترلاسه كړې دي، د سخت غبرګون سره مخامخ شو. د فاروارډ په نامه نشريه كې د يكشنبې په ورځ د كارډين د څرګندونو په اساس ليكل شوي دي چې `` د مصر او اسراييلو ترمېنځ مقايسه كول غلط كار دى. په اسراييلو كې حقوقي دولت فعال دى او قانونيت اساس دى. اسراييل داسې سيستم لري چې ددې سرغړونو مسولينو ته سزا وركوي. ددې موضوع په اړه مقايسه كول ناسم كار دى.``

تېره چهارشنبه د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتياهو د ليك په غندلو سره وويل چې `` د اسراييلو دفاعي ځواكونه او پوليس د وژنو سره هېڅ ډول تړاو نه لري. اسراييلي سرتيري او پوليس د لوړو اخلاقي اساساتو پر بنسټ د دوى او د معصومو ملكي وګړو د وژلو لپاره د راغلو خونړيو ترهګرو نه د ځان او خلكو دفاع كوي.

د ۹۷۲ په نامه د مجلې يوې ليكوالې داهليا شينډلين د نتنياهو څرګندونې `` د درواغو سلسله`` وبلله. د ۲۰۱۴م كال د فبرورۍ په مياشت كې د بښنې د نړيوال سازمان لخوا په خپور شوي راپور كې راغلي دي چې اسراييلي ځواكونو د ماشومانو په ګډون فلسطينيان د هېڅ ډول مسووليت او پايلو د وېرې پرته وژلي او يا ټپي كړي دي. ددې راپور نه څو ورځې وروسته اسراييلو په غزه كې عمليات پيل كړل. د ۵۷۸ ماشومانو په ګډون ۲۴۱۵ تنه فلسطينيان چې ډېرى يې ملكي وګړي ول، ووژل.

د فلسطين د ماشومانو د ستانې د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې د ۲۰۱۵م كال په اوږدو كې لږ تر لږه ۲۸ تنه ماشومان د اسراييلي ځواكونو لخوا شديد ډپي شوي دي.

ليهي د نتنياهو د څرګندونو په ځواب كې وويل چې د `` د تېرو شلو كلونو راهيسې د ليهې قانون په ټوله نړۍ كې د هېڅ يو هېواد د معافيت پرته عملي كيږي. د امريكا نظامي مرستې هغه مهال بنديږي چې د هېوادونو د ځواكونو ځانګړې اداره او يا ځواكونه هم سرغړونه وكړي. دا ددې لپاره دي چې د امريكا د ولس لخوا وركړل شوې ماليې بې ځايه ونه لګول شي.``

دا په داسې حال كې ده چې د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو د يو نوي اقدام سره د جمعې په ورځ جان كيري ته ټېلفون وكړ او د نوموړي نه يې وغوښتل چې د رسنيو پر وړاندې دې وايي چې `` اسراييل د غير قانوني وژنو مسووليت پر غاړه نه لري.``

د بله پلوه اسراييلو له امريكا نه غوښتنه وكړه چې له دوى سره په كال كې د ۴،۵ ميلياردو ډالرو په اندازه مرستې وكړي.

د امريكا د دوستانو د ټولنې د كمېټې د حكومتونو سره د اړيكو د چارو مسوول رايد جرار بيا وايي چې `` د نتنياهو حكومت د خپلو سياستونو او كړنو سره دومره افراط كوي چې د دوى پر وړاندې د امريكا د `خلاص لاس` سياست هم د خنډونو سره مخامخ كوي.

د مدافع وكيلانو د ملي ټولنې د نړيوالو اړيكو د كمېټې ريسيه سوزانان اډلي بيا وايي چې `` په ۲۰۱۴م كال كې پر غزې باندې د اسراييلو بريد او په مصر كې په ۲۰۱۳م كال كې د رابعې د ميدان عاموژنه ددې سبب شوې ده چې په امريكا كې حكومتي چارواكي او عادي وګړي نور عصيان وكړي.``



اړوند خبرونه