د افغانستان  د کندهار په ولایت کې  د والي په میلمستون  خونړی  برید وشو.

په کندهار کې عرب ډیپلوماټان ووژل شول

د افغانستان  د کندهار په ولایت کې  د والي په میلمستون  خونړی  برید وشو.

 د افغانستان  د کندهار په ولایت کې  د والي په میلمستون  خونړی  برید وشو.

د کندهار ولایت  د امنیې قومندان  جنرال عبدالرزاق  خبري رسنیو ته وویل چې  « د والي په میلمستون پداسې حال کې  برید وشو چې  د په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو  د سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي سره  د غونډې په حال کې وو. په چاودنه کې  د  متحده عربي اماراتو  د پنځو تنو ډیپلوماټانو او د کندهار د والي مرستیال  په ګډون ۱۱ تنو ژوند  د لاسه ورکړ  او د والي همایون عزیز او متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون  ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. »

هغه  ویلي دي چې بمونه  د والي په میلمستون کې  د څوکیو لاندې  ځای په ځای شوي وو. داسې اټکل کیږي چې بمونه د  غونډې د پیلیدو نه وروسته  د لرې سیمې نه  د ریموټ کنټرول په واسطه  چول شوي وي.

هغه ویلي دي چې د چاودنو په پایله کې  میلمستون په کامله توګه  ویجاړ شوی دی . رزاق ویلي دي چې  د پیښې د قربانیانو  مړي  سوځیدلي دي .

په کابل کې  د متحده عربي اماراتو سفارت پدې پیښه کې د خپلو پنځو تنو ډیپلوماټانو د مړینې پخلی کړی دی.

د بله پلوه ویل کیږي  چې د پیښې د ټپیانو روغتیايي حالت  باریکه  دی. د برید مسولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

طالبانو هم ویلي دي چې ددې برید سره کوم تړاو نلري.

د یادولو وړ ده  چې پرون  د مازیګر په ساعتونو کې  په کابل کې  د پارلمان د ودانۍ ترڅنګ  دوه غبرګې چاودنې وشوې . پدې چاودنو کې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۶۰ ډیر کسان  ټپیان شول.

همداشان  پرون  په هلمند ولایت کې هم  د ملي امنیت  په دفتر  برید وشو چې په پایله کې ۸ تنه مړه  او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه