ترکیې  په افغانستان کې  د تیرې ورځې  خونړي  بریدونه   په کلکو ټکو وغندل.

ترکیې د افغانستان د تیرې ورځې بریدونه وغندل

ترکیې  په افغانستان کې  د تیرې ورځې  خونړي  بریدونه   په کلکو ټکو وغندل.

ترکیې  په افغانستان کې  د تیرې ورځې  خونړي  بریدونه   په کلکو ټکو وغندل.

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  تیره ورځ  د افغانستان  د پارلمان  ترڅنګ  او د کندهار ولایت  د والي په میلمستون  خونړي  بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي : په ډیرې خواشینۍ سره  مو  پرون  د افغانستان د پارلمان  ترڅنګ  او  د کندهار ولایت  د والي په میلمستون  د ترهګریو بریدونو نه  چې له امله يي  په لسګونو تنو ته  مرګ ژوبله  اوښتې  خبر ترلاسه کړ. ترکیه  دا خونړي  او منفور  بریدونه  په کلکو  ټکو غندي، د پیښې قربانیانو ته  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء  او کورنیو او افغان ملت ته  د جمیل صبر غوښتنه کوي. د ترکیې دولت او ملت  د افغانستان د دولت  او ملت سره  پدې غم کې ځان شریک بولي  او د ورور هیواد  ملت او دولت ته  د تسلیت او ډاګیرنې  مراتب  وړاندې کوي.

په خبرپاڼه  کې راغلي دي چې  « پوره باور لرو چې دا ډول  منفور  بریدونه به  هیڅکه افغان ملت  ضعیفه نکړي ترهګر به ددې ډول بریدونو سره  خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي. افغان ملت به پدې سختو امتحانونو  خامخا کامیاب شي. »

ترکیه  به  د ورور او دوست هیواد افغانستان سره  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په ګډون  په هره برخه کې  قوي ملاتړ  او مرستې ته دوام ورکړي.


پيوندونه: ترکیه , افغانستان

اړوند خبرونه