په کابل کې د خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه.
په کابل کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول

په کابل کې د خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن د غرمې مخکې په ساعتونو کې د کابل د میوند په جاده کې د دوو تنو ځانمرګي برید کوونکو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې نوموړي ځانمرګي برید کوونکي د دوو ځانمرګیو واسکټونو سره یو ځای نیول شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا کسان په ځايي وخت د لس نیمو بجو په شاوخوا کې ونیول شول.
نوموړو ترهګرو غوښتل چې یو ځل بیا د کابل بې ګناه انسانان په وینو ولړي چې له نیکه مرغه خپلو شومو موخو ته د رسیدو نه مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د اختر د اوربند نه وروسته بریدونو ته زور ورته کړی دی.