د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید شوی.

په جلال آباد ښار کې ځانمرګی برید وشو

د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید شوی.

د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید شوی.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  ځانمرګی برید د جلال آباد ښار شپږمې  ناحیې  اړوند د فامیلیو په سیمه کې  شوی دی.

د ننګرهار ولایت  د رسنیو د دفتر د بیان له مخې  پيښه  نن د سهار د لسو بجو په  شاوخوا کې د فامیلیو په سیمه کې  د پلټنې مرکز ترڅیرمه  شوې  ده.

په بیان کې راغلي دي چې  پلي ځانمرګي  برید کوونکي  د پلټنې د مرکز ترڅنګ د ځان پوړې  تړلي چاودیدونکي  توکي  وچول.

پدې  پیښه کې  ۸ تنو ملکي وګړو او دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان  په پیښه کې  دوه ملکي وګړي او دوه تنه پولیس ټپیان شوي دی.

د ټپیانو نه  هم  د بعضو روغتیايي  حالت  د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.



اړوند خبرونه