د ننګرهار ولایت  د پوهنې  ریاست  په ښاري  مدیریت  ډله ایز برید شوی .

په ننګرهار کې د پوهنې په مدیریت ډله ایز برید شوی

د ننګرهار ولایت  د پوهنې  ریاست  په ښاري  مدیریت  ډله ایز برید شوی .

د ننګرهار ولایت  د پوهنې  ریاست  په ښاري  مدیریت  ډله ایز برید شوی .

د ننګرهار ولایت  د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې نن د سهار د نهه نیمو بجو په شاوخوا کې  وسله والو ترهګرو د پوهنې ریاست په ښاري مدیریت ډله ایز برید کړی.

په سیمه کې  جګړه دوام لري. ځانګړي  ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او د مدیریت  ترڅنګ یوه ودانۍ  يي  د ترهګرو نه  پاکه کړې ده .

په سیمه عملیات دوام لري. په بیان کې راغلي دي چې پدې پیښه کې  د مرګ ژوبلې دقیقه  شمیره  معلومه نده خو  تر اوسه پورې  د یو ۱۲ کلن ماشوم په ګډون ۵ تنه ټپیان  روغتون ته انتقال شوي دي.

د بله پلوه په سیمه کې دوه جسدونه لیدل شوي دي. د ټپیانو نه هم  د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د ننګرهار  د فامیلیو په سیمه کې  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي لس تنه مړه او ګن شمیر کسان نور ټپيان شوي وو.

 



اړوند خبرونه