په کابل کې د ملي امنیت په روزنیز  مرکز  برید  پایته ورسید.

برید  د دوو تنو  ترهګرو  له منځه وړو سره  پایته ورسید.

په کابل کې د ملي امنیت په روزنیز  مرکز  برید  پایته ورسید.

 

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي خبري رسنیو ته وویل چې  ځانګړو ځواکونو  دوه تنه بریدګر  له خپو غورځولي  او د ملي امنیت په روزنیز مرکز  برید پایته ورسیدلی دی. هغه ویلي دي چې  په سیمه کې تصفیوي عملیات پيل شوي دي.

په  برید کې  د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي .

د برید مسئولیت هم  تر اوسه پورې کومې ډلې  په غاړه ندی اخیستی.

د  یادولو وړ ده چې  دا لومړی ځل ندی چې  پدې روزنیز مرکز  ډله ایز برید کیږي. ددینه وړانډې هم  په یاد شوي روزنیز مرکز  ډله ایز برید شوی وو.



اړوند خبرونه