په خوست کې چاودنه وشوه

په خوست ښار کې د ولسي جرګې ته د نوماند وکیل د موټرو په کاروان چاودنه وشوه

په خوست کې چاودنه وشوه

د افغانستان  د خوست په ولایت کې  چاودنه شوې.

د خوست ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه پارلمان ته د وکیل نوماند  د موټرو په کارون شوې ده .

د خوست ولایت د والي ویاند  طالب منګل خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نن  د خوست ښار  د مجاهد په څلور لارې  د عبدالنصیر حقمل په نامه  ولسي جرګې ته د نوماند وکیل  د موټر پر کاروان  چاودنه وشوه.

پدې پیښه کې هغه یو تن ساتوونکی  وژل شوی  او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په اړه نده اخیستی.

د ویلو ده چې  لنډه موده مخکې په ننګرهار ولایت کې  د ولسي جرګې غړیتوب نه د نوماند  د ټاکنیز کمپاین په غونډه  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي  ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او تر ۳۰ تنو ډیر ټپيان شول.



اړوند خبرونه