په غزني کې ۱۶ تنه طالب اورپکي د خپل ماین ښکار شول

په غزني کې پر طالبانو درنده چاودنه وشوه

په غزني کې  ۱۶ تنه طالب اورپکي د خپل ماین ښکار شول

د افغانستان د غزني په ولایت کې  ګن شمیر طالبان د خپل ماین ښکار شول.

د غزني ولایت د والي ویاند  احمد خان سیرت  د باختر خبري اژانس ته ویلي دي چې  نن  د یاد شوي ولایت د قره باغ ولسوالۍ  د موشکي په کلي کې  ۱۶ تنه  طالب اورپکي  د خپل ماین  په چاودنه کې  ووژل شول.

هغه ویلي دي چې  دا طالبان  په یو کور کې  د ماینونو په جوړولو بوخت ول چې چاودنه پرې وشوه.

هغه ویلي دي چې  چاودنه  ډیره زیاته زوروره  وه  او پدې کور کې  موجود  ټول طالبان  پکې وژل شوي دي.



اړوند خبرونه