د غزني نه وروسته داځل په فراه کې طالبان د خپل ماین ښکار شول

په فراه کې په طالبانو چاودنه وشوه

د غزني نه وروسته داځل په فراه کې طالبان د خپل ماین ښکار شول

د افغانستان په فراه ولایت کې  په طالبانو خپل ماین وچاودید.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  په فراه ولایت کې په طالب اورپکو چې غوښتل يی  په لویه لاړه کې  ماین خښ کړي خپل ماین وچاودید  او د خپل ماین قرباني شول.

د کورنیو چارو  وزارت لخوا د خپور شوي  بیان له مخې  دا پيښه د فراه ولایت د شترود ولسوالۍ  د نهال په کلي کې  رامنځته شوې ده .

په بیان کې راغلي دي چې  د طالبانو په یوې ډلې  چې  د لویې لارې پر سر يي د ماین د خښولو هڅه کوله  چاودنه وشوه.

پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۵ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ  په غزني ولایت کې  هم  ۱۶ تنه  طالب اورپکي د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

تیره ورځ د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ  د موشکي په کلي کې  د طالبانو اړوند په یو کور کې چې  ماینونونه يي پکې جوړول  چاودنه وشوه.

پدې پیښه کې  ۱۶ تنو طالب اورپکو  ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه