په هلمند کې چاودنه وشوه

په هلمند کې د ولسي جرګې د نوماند وکیل په دفتر کې چاودنه وشوه

په هلمند کې چاودنه وشوه

په هلمند کې  درنده چاودنه وشوه.

د هلمند نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه  ولسي جرګې  ته د یو تن  نوماند وکیل  په دفتر کې  شوې ده .

چاودنه  د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې  د ولسي جرګې لپاره د نوماند وکیل صالح محمد اڅکزي  په دفتر کې شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې درې تنه مړه  او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي په چاودنه کې  د ولسي جرګې لپاره نوماند وکیل صالح محمد اڅکزی  سخت ټپي شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.  

همداشان  تیره ورځ  د افغانستان د بادغیس په ولایت کې  ولسي جرګې لپاره یوې نوماندې وکیلې  فریبا  رحماني په ټرافیکي پیښه کې  ژوند  د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه