په سمنګانو کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځه نښته شوې

په دره صوف کې ۹ تنه اربکیان ووژل شول

په سمنګانو کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځه نښته شوې

د افغانستان په شمال کې  د سمنګان  ولایت  د دره صوف په ولسوالۍ کې  د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې  ۹ تنه  اربکیانو  ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سمنګان  ولایت د والي ویاند  صدیق عزیزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د درې صوف  ولسوالۍ د ګوله  په کلي کې  پر امنیتي ځواکونو  برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه.

د نښتې په ترڅ کې  ۹ تنو اربکیانو ژوند  د لاسه ورکړ  او ۷ تنه ترهګر هم  ووژل شول.

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې ۸ تنه اربکیان ټپیان شوي دي. د بله پلوه  طالبانو پدې نښته کې د ۱۹ تنو اربکیانو د وژلو ادعا کړې ده.



اړوند خبرونه