په لېبيا كې د ملي يووالي حكومت، ۲مه بهرنۍ مداخله او تركيه

په لېبيا كې د ۲۰۱۴م كال راهيسې دوه حكومتونه فعاليت كوي. د ملګرو متلونو سازمان د همدې نېټې راهيسې كوښښ كوي چې د ملي يووالي د حكومت د جوړولو لپاره ټولې خواوې خبرو ته كينوي

په لېبيا كې د ملي يووالي حكومت، ۲مه بهرنۍ مداخله او تركيه


په لېبيا كې د ۲۰۱۴م كال راهيسې دوه حكومتونه فعاليت كوي. د ملګرو متلونو سازمان د همدې نېټې راهيسې كوښښ كوي چې د ملي يووالي د حكومت د جوړولو لپاره ټولې خواوې خبرو ته كينوي. دا په داسې حال كې ده چې د لوېديځو هېوادونو لخوا د دويمې نظامي مداخلې په اړه هم ګونګسي شته دى.

د ۲۰۱۴م كال په اوږدو كې په لېبيا كې د نظامي عملياتو په اړه كه څه هم ټولې خواوې سره سلا شوې وې دا چې دا مداخله به څه وخت او څه رنګه ترسره كيږي او كومې ډلې به له ځانه سره ملګرې كيږي، په دې اړه قطعي پرېكړې نه دي شوې.


په لېبيا د ۲۰۱۲م كال د جولاى د مياشتې په ۷مه نېټه سراسري ټاكنو كې چې په ديموكراتيكه فضا كې ترسره شوې، هېڅ يو ګوند هم په پارلمان كې اكثريت ترلاسه نشو كړاى. د همدې امله رامنځته شوى ايتلافي حكومت په هېواد كې د ټولو ډلو په استازيتوب جوړ شوى وو. ددې سره سره د لېبيا په پارلمان كې چې د عمومي ملي كانګرس په نامه هم ياديږي د مخالفو سياسي ډلو ترمېنځ رقابت او ناندرۍ زياتې شوې. د موقتې ادارې د لومړي وزير محمد جبريل په مشرۍ د سياسي ايتلاف او د اخوان المسلمين په شاوخوا كې د راټول شوي ايتلاف ترمېنځ سياسي ستونزې لا زياتې شوې. دا ستونزې د لېبيا په لرې پرتو سيمو كې د وسله والو ملېشو ترمېنځ په جګړې بدلې شوې او په دې ډول په هېواد كې خپلمنځي جګړه يو ځل بيا پيل شوه. ويل كيږي چې په لېبيا كې د مليشو تر ۲۰۰ زيات ګروپونه فعاليت لري چې ټول شاوخوا ۲۰۰ زره غړي لري.

اخوان المسلمين په لېبيا كې هم فعال دى. په مصر كې د كودتاچي رژيم لخوا د اخوان المسلمين د تشكيلاتو تصفيه كول اسانه كار وو. دا په داسې حال كې ده چې په لېبيا كې بيا دوى وسله وال ځواك لري. ددې سازمان ته وفاداره ملېشو د تصفيې مخه ونيوله.

په ۲۰۱۴م كال كې په لېبيا كې د جنرال خليفه حفتر په نامه يو كس چې د امريكا د استخباراتي ادارې سي آى اې سره نږدې اړيكې لري غوښتل چې د خليج د هېوادونو او مصر په ملاتړ په لېبيا كې نوى سياسي نظام رامنځته كړي. جنرال حفتر چې د معمر القدافي د راپرځول كېدو نه وروسته يې خپل اهميت له لاسه وركړى وو يو ځل بيا د بهرنيانو په ملاتړ په سياسي صحنه كې يې ځانله ځاى وموند. د جنرال حفتر نه د محمود جبريل په مشرۍ حكومت هم ملاتړ وكړ. حفتر همداراز د ځان لپاره د مشروعيت موندلو په موخه د ترهګرۍ سره د مبارزې شعارونه وكارول.

ددې په پايله كې د ۲۰۱۴م كال راهيسې په لېبيا كې كورنۍ جګړه روانه ده او دوه حكومتونه فعاليت كوي. په پلازمېنه ترابلس كې د اخوان المسلمين د سازمان د غړو په ګډون حكومت فعال دى. ددې په مقابل كې د هېواد په ختيځ كې د طبرق په ښار كې بيا د ولسي شورا په نامه يو حكومت جوړ شوى دى چې محمود جبريل او جنرال حفتر يې ملاتړ كوي.

په لېبيا كې د بې ثباتۍ له امله دوو مهمو چارو نړيواله ټولنه دې ته اړ كړله چې يو ځل بيا نظامي مداخله وكړي. لومړى دا چې د افريقايي هېوادونو نه اروپا ته د كډوالو د تګ لار په لېبيا تېرېدله. كډوالو د لېبيا د خاورې او ساحلونو نه د اروپايي هېوادونو پر لور د تګ په موخه هلې ځلې پيل كړې. دويمه مهمه پېښه بيا په هېواد كې داعش د ترهګرې ډلې د فعاليت د لمن پراخېدل ول. په لېبيا كې د واك د نشتوالي نه په ګټې پورته كولو سره داعش خپله يوه قرارګاه هلته جوړه كړه.

په هېواد كې د كورنۍ جګړې د پراختيا د مخنيوي او د دواړ هېوادو ترمېنځ د جوړجاړي په موخه تركيه لومړنى هېواد وو چې عملي ګامونه يې پورته كړل. تركيه لكه د نورو لويديځو هېوادونو په څېر اخوان المسلمين ته په بده سترګه نه ګوري. ددې امله د طبرق د حكومت لخوا پر تركيې تور ولګول شو چې ددې سازمان نه ملاتړ كوي.

د جنرال حفتر ملېشو د مصر او خليج د هېوادونو د ملاتړ سره سره ونشو كولاى چې د اخوان المسلمين وسلې څانګې ته ماتې وركړي. ددې په پايله كې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دې ته اړه شوه چې په دواړو متخاصمو خواو غږ وكړي تر څو د ملي يووالي د حكومت د جوړولو په موخه سره خبرو اترو ته كيني. د طبرق حكومت چې د لويديځوالو لخوا په رسميت پېژندل كيږي څو ځلې غوښتنه وكړه چې په لېبيا كې دې نظامي عمليات ترسره شي. مصر او متحده عربي اماراتو ددې غوښتنې نه ملاتړ كړى وو خو ددې سره سره لويديځو متفقينو ورته زړه نه ښه كولو. حتى د طبرق حكومت د روسيې نه هم د نظامي مداخلې غوښتنه وكړه خو تش لاس بېرته ستون شو.

په ترابلس كې مشروع حكومت بيا د طبرق په حكومت كې د حفتر په څېر د ځينو سياسي كړيو د شتوالي له امله دا جوړښت نه مني او نه پرې باور لري. ددې امله د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د ملي يووالي د حكومت د خبرو اترو مېز ته يې هم ډډه نه لګېدله. تركيې پدې حساس پړاو كې د ترابلس د حكومت د مشرانو سره د خبرو اترو له لارې نوموړي تشويق كړل چې پدې بهير كې ګډون وكړي. تركيه په دې ښه پوهيږي چې په لېبيا كې دواړه غاړې نشي كولاى چې په اسانۍ سره يو بل ته ماتې وركړي. د جګړې دوام به هېواد د فلاكت كندې ته ګوزار كړي. په دې ډول تركيه غواړي چې د لېبيا د باثباته راتلونكې لپاره كار وكړي.

ددې په پايله كې د ترابلس او طبرق د حكومتونو ترمېنځ د خبرو اترو لومړى پړاو د ۲۰۱۵م كال د جولاى په مياشت كې او دويم پړاو د دسمبر په مياشت كې ترسره شو چې د دواړو خواو ترمېنځ اختلافي مسايل تر ډېره حده حل شول. دواړه خواوې په دې سره سلا شوې چې د ملي همغږئ د يوې ۹ كسيزې كمېټې تر نظر لاندې لومړنۍ كابينه جوړه كړي. دا كابينه د طبرق د حكومت لخوا نه ده منل شوې.


دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو اړوند بې پيلوټه الوتكو پلازمېنې ترابلس ته نږدې د داعش د ترهګرې ډلې پر مورچلو بريدونه پيل كړل. حتى د استخباراتي اسنادو له مخې د فرانسې يو ځانګړي نظامي ټيم د جنرال حفتر د ملېشو نه په ملاتړ سره په پټه لېبيا ته تللى دى. دا ښايي چې لوديځ هېوادونه د نظامي مداخلې لپاره نور صبر نه كوي.

دا چې د لېبيا راتلونكې به څه ډول وي دا د طبرق د حكومت لخوا د ملي يووالي د كابينې د منلو پورې اړه لري




اړوند خبرونه