له " چناک کلا" تېرېدل ناممكن دي!

دا جګړه د ايتلاف  د دولتونو لخوا ددې لپاره وشوه چې عثماني امپراتوري د نړيوالې جګړې په لومړي كال په ګونډو كړي او د تركيې د خاورې له لارې تزاري روسيې ته د مرستې دهلېز پرانيزي.

له " چناک کلا" تېرېدل ناممكن دي!

 

په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د موضوع په اړه څرګندونې كړې دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

 

له " چناک کلا" تېرېدل ناممكن دي. دا هغه شعار دى چې د تركيې په لوېديځ كې د چناك كلا د ولايت په مربوطاتو كې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ او ايتلاف د ځواكونو ترمېنځ د خونړۍ جګړې د بري حكايت كوي. د هېوادونو په تاريخ كې داسې ډېر پېښې شته دى چې د هغه هېواد تقدير بدل كړي. دا پېښې حتى ځينې وختونه د نړۍ تاريخ ته هم بدلون وركوي. د مارچ ۱۸مه نېټه د چناك كلا د بري ۱۰۳مه كليزه لمانځل كيږي.

دا جګړه د ايتلاف  د دولتونو لخوا ددې لپاره وشوه چې عثماني امپراتوري د نړيوالې جګړې په لومړي كال په ګونډو كړي او د تركيې د خاورې له لارې تزاري روسيې ته د مرستې دهلېز پرانيزي. پدې جګړه كې له كاناډا، فرانسې، انګلستان، آستراليا، نيوزيلاند او هندوستان په څېر د بېلابېلو هېوادونو نه راوړل شوو لسګونو زره سرتېرو د عثماني امپراتورۍ پر خلاف برخه اخيستې وه. دوى د چناك كلا له تنګنا د تېرېدلو په موخه پوره ۱۰ مياشتې هڅه وكړه خو د عثماني امپراتورۍ د ځواكونو لخوا د ايمان په زور يې مخه ونيول شوه. عثماني اوردو د تخنيكي پلوه د كمزورتيا سره سره په پوره ايماندارۍ له خپلې خاورې دفاع وكړه. دا جګړه د ۱۹۱۵م كال د فبرورۍ په مياشت كې پيل او د همدې كال د دسمبر په مياشت كې پاى ته ورسېدله. پدې جګړه كې سلګونه زره تنه ووژل شو، ټپيان شول او يا هم د دښمن په لاس كې اسيران شول. پدې جګړه كې د انساني تاريخ تر ټولو لويه تراژيدي پېښه شوه چې د تركيې د راتلونكو نسلونو لپاره په كې له عبرته ډك درسونه هم پراته وو. تر دې وړاندې د عثماني امپراتورۍ لخوا د بالكان او منځني ختيځ په جګړو كې هم يو زيات شمېر سرتېرو خپل ژوند له لاسه وركړى و. ددې امله د چناك كلا په جګړه كې حتى ماشومانو او تنكيو ځوانانو چې عمرونه يې شاوخوا ۱۵ كلونه و، له خپلې خاورې دفاع وكړه. د تركيې په فكلوريك كلتور كې د چناك كلا د ۱۵ كلنو شهيدانو په ياد يو زيات شمېر سندرې او ترانې هم ويل شوي دي چې اوسمهال هم ژوندۍ دي.

د چناك كلا په جګړه كې نږدې ټول ګدونوال د لېسو او مدرسو زده كونكي وو. پدې كال په استانبول، ايزمير او قونيه كې د يو شمېر لېسو د ۱۲م ټولګيو زده كونكي ټول جګړې ته تللي و چې په عمومي ډول فارغين يې نه درلول،

 

د چناك كلا د جګړې پې مهال د عثمانيانو ۲۵۰ زره سرتيري ووژل شول. ددې شهيدانو زياته برخه د ښونځيو او مدرسو او حتى د پوهنتونونو زده كونكي وو چې له جګړې وروسته يې د تركيې معارف ته لوى زيان ورسولو.

د عثماني امپراتورۍ شهيد شوي سرتيري اوسمهال د نړۍ په ګوډ ګوډ كې پراته دي. په عثماني اوردو كې د مسلمانې نړۍ يو زيات شمېر سرتېرو هم دواطلبانه ګډون كړى و. په اوردو كې د تركيې  سربېره د بالكان د سيمې د پرګنو، د منځني ختيځ د سيمې د پرګنو، د قفقاز د سيمې يو زيات شمېر سرتېرو ګډون كړى و چې بيا وروسته شهيدان شول؟ دلته د كوسوا د هېواد د يو تن پخواني سرتيري الياس بابا كيسه جالبه ده. الياس بابا وايي چې د چناك كلا د جګړې پر مهال په كوسوا كې  د دوى له كلي هم يو زيات شمېر ځواناند جګړې لومړۍ كرښې ته ځي. له بده مرغه يواځې درې تنه يې ژوندي پاتې كيږي او نور ټول يې شهيدانيږي. د جګړې د پاى ته رسېدلو وروسته درېواړه تصميم نيسي چې خپل كلي ته ولاړ شي خو پر لاره له ځانه سره فكر كوي چې هلته سترګې پر لار مېندو او پلرونو ته به د هغوى د اولادونو په اړه څه وايي؟ بلاخره تصميم نيسي چې كلي ته د دوو اونيو په اوږدو كې يو يو كس لاړ شي. لومړى غازي چې كله كلي ته ورسيږي نو د نورو سرتېرو مېندې او پلرونه ترې پوښتنه كوي چې دا نور څه وخت راځي؟ غازي ورته په ځواب كې وايي چې را روان دي، پر لاره دي، راځي. يوه اونۍ دويم غازي كلي ته را رسيږي، هغه هم كليوالو ته وايي چې نور را روان دي، پر لارې دي راځي. دريم غازي هم همداسې كوي.  پدې ډول د كليوالو هغه امېد چې يو وخت به نور هم راشي ژوندى ساتل كيږي او د خپلو اولادونو د وركېدلو سره عادت كيږي.

 

د چناك كلا جګړه په اصل كې د عثماني امپراتورۍ لخوا د امپرياليزم پر وړاندې د مقاومت سمبول دى. د دښمن د ټول ټېكنالوژۍ سره سره زموږ ملت اجازه ورنكړه چې دوى له چناك كلا تېر شي. د چناك كلا د جګړې پر مهال د جنوبي آسيا، افغانستان او هندوستان مسلمانانو هم مرستې كړې دي. پدې ډول د چناك كلا داستان په اصل كې د بشريت د بري سمبول دى. چناك كلا د هغه مقاومت ښه بېلګه ده چې د مظلومو ملتونو د اتحاد په پايله كې امپرياليزم ته اچازه ورنكړل شوه چې خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي. د `` ووېشه او حكومت وكړه`` د سياست پر وړاندې دا د تر ټولو پياوړى ځواب دى.

د هر ډول امپراليستي سياست پر وړاندې درېدل ځانګړى اهميت لري. خو دا مقاومت بايد د يو ځانګړي چوكاټ په ترڅ كې عملي كيږي.  نن ورځ د امپراليزم پر وړاندې د مبارزې پر مهال له بده مرغه د نفرت له ژبې كار اخيستل كيږي. ددې امله د چناك كلا د جګړې د بري داستان زموږ لپاره لوى لارښود دى.

د آستراليا او نيوزيلاند په څېر هېوادونو په تاريخ كې د چناك كلا د جګړې په څېر جګړې نه ليدل كيږي. د همدې امله ددې جګړې نه يې د يو نوي ملت د رامنځته كولو په برخه كې ګټه پورته كړله. خو تركانو تر اوسه پورې هېڅكله هم د خپل دښمن پر اساس د ملت جوړونې پروسه عملي كړې ده. تركان كيداى شي چې يواځينى ملت وي چې په خپل عزم او ارادې سره يې پرته له دې چې د نورو ملتونو دښمني پر سر واخلي، د ملت جوړونې پروسه پاى ته رسولې ده. د چناك كلا د جګړې پر مهال د دښمن لسګونه زره سرتيري هم ووژل شول. ددې سرتېرو د يوې برخې مړي د تركيې په خاوره كې پاتې شول. په چناك كلا كې اوسمهال د آستراليا او نيو زيلاند د هېوادونو سرتيري چې انزاك يې بولي، پراته دي. اتاترك د جګړې د پاى ته رسېدلو نه وروسته د دښمن د سرتېرو كورنيو ته په خطاب كې ويل چې `` هغو كورنيو چې له لرې ځايونو خپل اولادونه جګړې ته رالېږلي او دلته مړه شوي دي، تاسې راحته اوسئ. هغوى به زموږ په خاوره كې آرام پراته وي. هغوى زموږ هم اولادونه دي.``

كه چېرې د امپراليزم پر وړاندې د مبارزې پرمهال د نفرتونو د زېږېدلو مخنيوي وكړو نو په اوږدمهالې موده كې په دا زموږ په ګټه وي.

دا تحليل په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل ليكلى دى.

 



اړوند خبرونه