په اروپا كې توكمپالنه

په اروپا كې توكمپالنه، فاشيزم، نازيزم او اسلام دښمني د هرې ورځې په تېرېدلو سره د پراختيا په حال كې ده.

په اروپا كې توكمپالنه

د تركيې نړيوال ليدلورى – ۱۳

 

 

 

په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

په اروپا كې توكمپالنه، فاشيزم، نازيزم او اسلام دښمني د هرې ورځې په تېرېدلو سره د پراختيا په حال كې ده. كه څه هم ظاهراً په اروپا كې د بېلابېلو كلتورونو پر وړاندې دروازې د تړل كېدلو په حال كې دي. دوى د مسلمانانو او كډوالو په اړه غير انساني سياست غوره كړى دى خو په اصل كې د اروپا كړكېچ د دوى په خپل مېنځ كې دى.

 

د جرمني د كورنيو چارو د وزارت د شمېرو له مخې يواځې په ۲۰۱۷م كال كې په دې هېواد كې د مسلمانانو پر وړاندې ۹۵۰ بريدونه ثبت شوي دي. دا پدې معنى ده چې په ورځ كې ۳ ځله پر مسلمانانو باندې بېلابېل بريدونه كيږي. سږ كال دا شمېره تر دې هم لوړه ده. دا چې ولې داسې كيږي او دا كړكېچ څنګه پېښ شوى دى، پدې اړه به لږ بحث وكړو.

نړيواله بې ثباتي:

 په امريكا، روسيې، چين، تركيې، هندوستان او لاتينې امريكا كې روان چارې دا په ډاګه كوي چې تر دويمې نړيوالې جګړې رامنځته شوى نړيوال سيستم نور د لمنځه تللو په حال كې دى.  دا بې ثباتي په يو زيات شمېر هېوادونو كې ددې سبب شوې ده چې د خلكو ترمېنځ وېرې او اندېښنې ته لار پرانيزي. ددې په پايله كې د هېوادونو ترمېنځ عنعنوي اتفاقونه او دښمنۍ يو ځل بيا د بحث وړ شوي دي او د نوو اتفاقونو او اړيكو د ټينګولو په موخه پراخه هلې ځلې روانې دي.

اوسنى نړيوال بازار د لوېديځ په ګټه نه دى :

 اروپا او امريكا د نړيوالتوب له بهيره اقتصادي ګټه ترلاسه نشواى كړى. له دې بهيره د چين، هندوستان، برازيل او تركيې په څېر د پراختيا په حال كې هېوادونو ګټه پورته كړه. ددې امله د امريكا په مشرۍ ځينو اروپايي هېوادونو د آزاد بازار د اقتصادي تيورۍ او د ګمركونو د تعرفو د لمنځه وړلو ملاتړ نور نه كوي. دا په داسې حال كې ده چې دا تيوري د همدوى لخوا رامنځته شوې ده. د نړيوال آزاد بازار د اقتصادي تيورۍ د كړكېچ سره سم په اروپا كې سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او رواني ستونزې زياتې شوې.

په لوېديځ سياست كې اقتصادي كړكېچونه په چټكۍ سره د خلكو پر ټولنيز ژوند باندې اغېزه كوي. د تركيې په څېر هېوادونو كې بيا د نړيوالتوب بهير او د آزاد بازار د اقتصادي تيورۍ پر اساس اقتصادي وده د هرې ورځې په تېرېدلو سره زياتيږي.

د اروپا د پلوراليست كلتور د عنعنې نشتوالى: په اروپا كې د كړكېچ يو بل مهم لامل بيا د نړيوالتوب د بهير سره سم د بېلابېلو هويتونو رابرسېره كېدل دي. دا هويتونه چې پخوا د اروپا د لويو ښارونو نه لرې پراته وو، هېڅ مشكل يې نه درلود. خو كه چېرې همدا جلا هويتونه په لويو ښارونو كې د دوى ګاونډيان، كاري ملګري، د دفتر آمرين او نور خلك شي نو بيا پلوراليست كلتور هېڅ معنى نه لري. دا ځكه چې اروپا په خپل تاريخ كې د بېلابېلو دينونو، كلتورونو او هويتونو د خاوندانو د  ګډ ژوند عنعنه نه لري.

د ۲۰۱۷م كال د اكتوبر د مياشتې په دويمه نېټه په فرانسه كې يو كور ته د اور اچولو په پايله كې د درې ماشومانو په ګدون ۵ تنه تركي مسلمانان وسوځول شو. اوس داسې فكر وكړئ چې په داسې هېواد كې ژوند كوئ چې په كې پينځه تنه يهودان يا عيسويان وسوځول شي نو ستاسې غبرګون به څه وي.  په ورته ډول د ۲۰۱۵م كال په وروستيو څلورو مياشتو كې په جرمني كې پر مساجدو باندې ۲۴ بريدونه شوي دي. كه چېرې ستاسې په هېواد كې پر كليساګانو يا د يهودانو پر معبد باندې بريد وشي نو تاسې به څه ډول غبرګون وښايئ؟ هېڅوك نه غواړي چې په خپلو هېوادونو كې ددې ډول غير انساني پېښو شاهدان اوسي. ځكه په نړيوالو رسنيو كې به پدې اړه پراخه خبرونه خپاره شي او ستاسې او د هېواد عزت ته به تاوان ورسيږي. له بده مرغه دا ډول پېښې په اروپا كې شوي دي. خو هېڅوك پرې خبر نه دي. ځكه مېډيا دې ډول پېښو ته هلته پوره پاملرنه نه كوي.

 ټوټې ټوټې شوي هويتونه

: اروپا په نږدې تاريخ كې داسې نه وه.  اروپا چې  دويمې نړيوالې جګړې د ترخو تجربو او ناخوالو نه درس اخيستى و، سياسي جوړښت يې پر متقابلې همكارۍ ولاړ او د ټولنو ترمېنځ پر پيوستون ټينګار كېدلو. ددې په پايله كې اروپايي ټولنه رامنځته شوه چې د خپلو غړو هېوادونو او نورو هېوادونو ترمېنځ يې د ګډو ديموكراتيكو ارزښتونو پر مټ د فاشيزم او نازيزم ايډيولوژيګانو ته ماتې وركړه. ددې په پايله كې په اروپا كې د ديموكراتيكو ارزښتونو د تشويق سره سم د بشري حقونو، قانوني دولت، ټولنيزو مرستو او اقتصادي آزاديو په ډګر كې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د اروپا اوسني حالت ته كه وكتل شي نو پورتني ارزښتونه په كرار كرار له منځه ځي. جورج فريدمن چې يو تاريخپوه دى دى `` د اروپا د كړكېچ`` په نامه خپل كتاب كې ليكي چې د دويمې نړيوالې جګړې د پاى ته رسېدلو سره سم د ۱۹۴۵ – ۱۹۹۰يمو كلونو ترمېنځ په اروپا كې رامنځته شوې سوله د امريكا او د وخت د شوروي اتحاد ترمېنځ د سړې جګړې ثمره وه خو دا ډول فكر نه كوم. ځكه چې دا سياست د نړيوالې جګړې د كړاوونو او ناخوالو نه اخيستل شوى درس وو. پدې برخه كې په اروپا كې له مثبت سياسته انكار نشي كېدلى.

داسې اروپا چې وېرې ته تسليم شوې او خپلې دروازې يې د نورو پر مخ تړلې دي.

له بده مرغه چې اوسنۍ اروپا داسې نه ده.  په نننۍ اروپا كې د هرې ورځې په تېرېدلو سره د بهرنيانو پر وړاندې دښمي، اسلام دښمني و ورته نورې منفي اغېزې مخ پر زياتېدلو دي. په اروپا كې فاشيست او نازي ګوندونه يو ځل بيا را ټوكېدلي دي او په ټولنه كې د خلكو لخوا منل كيږي. توكمپالي ګوندونه د اقتدار يوه برخه ده. په اروپايي هېوادونو كې باتجربه مشران نور نشته دى.  اوسني سياستوال پدې نه پوهېږي چې څه وكړي.  په اروپا كې د نورو پر كلتوري او ديني ارزښتونو باندې بريدونه خبري اهميت نه لري. ځكه خو په مېډيا كې نه ليدل كيږي.

د موضوع په اړه مو په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونې واورېدلې



اړوند خبرونه