د  مثبت ځواك په توګه تركيه

په سوريه كې د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې له ترهګرو د عفرين د سيمې د بېرته د نيولو په پايله كې سيمه اوس امنه شوې ده.

د  مثبت ځواك په توګه تركيه

 

 

په سوريه كې د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې له ترهګرو د عفرين د سيمې د بېرته د نيولو په پايله كې سيمه اوس امنه شوې ده.  په سيمه كې د تركيې د وسله وال پوځ او آزادې سوريې د اوردو د ځواكونو لخوا د عفرين په لارو او كوڅو كې امنيت ټينګ شوى دى. د عفرين د سيمې كردي كورنۍ چې د پې كا كا/ پي واى ډي له ظلمونو تركيې ته را تښتېدلې وې، اوس بېرته خپلو كورونو ته ستېږي. دا په داسې حال كې ده چې د سوري كډوالو مسئلې د نړۍ اجندا مشغوله كړې ده. د كډوالو د كړكېچ له امله د امريكا په متحدو ايالتونو او اروپا كې ښي اړخو ستخدريځو ډلو توكمپالنې ته كماپين پيل كړى دى. تركيې بيا په سوريه كې داسې سياست غوره كړى دى چې له مخې يې سوري كډوال بېرته خپلو كورونو ته ستنېږي.

د سياست اقتصاد او ټولنې د څېړنو د وقف يو تن څېړونكي جان آجون د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د تركيې د وسله وال پوځ لخوا په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د فرات د سپر تر عملياتو وروسته د جرابلس په سيمه كې د خلكو سره د بشري مرستو سربېره د سيمې د بيا رغونې او امنيت د ټينګښت په برخه كې تركيه په مهمې آزموينه كې بريالۍ شوه. هغه سوري كډوال چې د داعش او پي واى ډي د ترهګرو له وېرې د جرابلس له سيمې تركيې ته راغلي و، بېرته خپلو كورونو ته ستانه شو. تركيه په سوريه كې له يوې د ترهګرۍ سره مبارزه كوي او د بلې لخوا د ملكي وګړو د ورځني ژوند لپاره آسانتياوې برابروي. د فرات د سپر د عملياتو تر برياليتوب وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره سوري كډوال بېرته خپلو كورونو ته ستانه شول. سربېره پر دې د سوريې له نورو سيمو هم زرګونه كسان د تركيې د وسله وال پوځ په واسطه د جرابلس آزادې شوې سيمې ته راغلل.

د فرات د سپر د عملياتو په پايله كې له ترهګرو پاكه شوې سيمه اوسهمال په سوريه كې تر ټولو باثباته سيمه بلل كيږي. د سوريې له ګوډ ګوډه زرګونه كډوال چې د بشار اسد له ظلمونو په تنګ راغلي دي، د فرات د سپر سيمې ته راځي. د بېلګې په ډول د سوريې د پلازمېنې دمشق په مربوطاتو كې د ختيځې غوطه سيمه چې د رژيم د ځواكونو لخوا د پرله پسې بمبار وروسته اوس په كنډوالو بدله شوې ده، خلك يې د جرابلس سيمې ته راتښتېدلي دي. تركيې په سوريه كې د نظامي عملياتو په ترڅ كې نه يواځې خپل امنيت ته رامنځته شوى ګواښ برطرفه كړى دى، بلكې د سوريې د خلكو لپاره يې باثباتې سيمې رامنځته كړي دي. د بېلګې په ډول د امريكا د متحدو ايالتونو د نظامي ملاتړ په پايله كې د پې كا كا / پي واى ډي د ترهګرو لخواد رقه، طبقه او دير الزور سيمې د داعشي ترهګرو ونيول شوې خو پدې سيمه كې مېشتو كسانو د پي واى ډي د ترهګرو له وېرې خپل كورونه پرېښودل او د فرات د سپر د عملياتو سيمې ته چې د تركيې په كنترول كې ده، راغلل.

د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه د نيول شو سيمو كډوال چې اوسمهال په تركيه او نورو هېوادونو كې پراته دي، نشي كولاى چې خپلو كورونو ته بېرته ستانه شي. د امريكا او پي واى ډي ترهګرو تر كنترول لاندې سيمو ته نه يواځې چې كډوال بېرته نه ځي بلكې له سيمې پاتې خلك هم د تېښتې په حال كې دي.

د تركيې امنيتي ځواكونه د پې كا كا او داعش دواړو پر وړاندې د وسله والې مبارزې په پايله كې پدې بريالي شوي دي چې هېواد د دوى لخوا متوجه ګواښ لږ كړي.  پې كا كا او داعش دواړو په سوريه كې د روانې جګړې له امله د قدرت له تشې په استفادې سره دا سيمه د تركيې د ناامنۍ په موخه كاوري. د تركيې چارواكي چې دې خطر ته متوجه دي په تېرو دوو كلونو كې يې له پولې بهر د سوريې او عراق په خاورو كې پر يو لړ عملياتو باندې پيل كړى دى.  تركيې د سوريې په خاوره كې د فرات د سپر د عملياتو په لړ كې د  داعش ګواښ تر يوه حده له منځه يوړ. اوس غواړي چې د زيتون د څانګې د عملياتو په واسطه په سيمه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي پر وړاندې هم اړوند تدابير ونيول.

د سوريې په شمال كې د عفرين په سيمه كې د پي واى ډي ترهګره ډله د كلونو راهيسې هلته مېشته ده. دا سيمه چې د تركيې د سوېلي پولو سره نږدې پرته ده، تل يې د تركيې لپاره سر خوږى رامنځته كړى دى. د پي وا ډي ترهګره د امانوس د غرونو د لمنې په واسطه تركيې ته ترهګر، وسلې او مهمات رالېږي. د تركيې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په لړ كې يو زيات شمېر داسې وسلې او مهمات وموندل شول چې د سوريې له شماله تركيې ته راوړل شوي وو. په عفرين كې د پي واى ډي شتوالى ددې سبب شوى وو چې په سيمه كې د پې كا كا د ډلې لپاره پرسونل تربيه كړي او بيا يي د بريدونو لپاره دلته راولېږي. دې ترهګرو په نړيواله سطحه د تركيې پر وړاندې د پيل كړي پروپاګند په پايله كې د خلكو په اذهانو كې د تركيې مثبت تصوير ته زيان رسولو. د پي واى ډي لخوا د تركيې په سوېل كې د كيليس او ريحانلې پر ښارونو باندې د راكټي بريدونو په پايله كې يو زيات شمېر ملكي وګړي ووژل شول. د زيتون د څانګې د عملياتو د برياليتوب سره به تركيه د خپل سرحدي امنيت په موخه سيمه تر خپل كنترول لاندې ولري. سربېره پر دې به تركيه د ختېځې مديترانې اوبو ته د ترهګرې ډلې د لاس رسي مخه هم ونيسي. پدې ډول به د ترهګرو هغه امېد په اوبو لاهو شي چې غوښتل يې د سوريې په شمال كې له عراقه نيولې د مديترانې تر بحيرې پورې سيمه كې د ترهګرۍ يو دهليز رامنځته كړي.

د سوريې په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي شتوالى نه يواځې د تركيې ملي امنيت ته ګواښ دى بلكې په عين حال كې دوى په پام كې لري چې د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا ته هم خطر رامنځته كړي. د پې كا كا ښاري جوړښت چې د كا جې كا په نامه ياديږي د سوريې، عراق، ايران او تركيې په خاورو كې د خپلواك `كردستان` د جوړولو خوبونه ګوري. ترهګرو د سوريې او عراق  په خاروه كې د خپل حاكميت لاندې سيمو كې د تش په نامه د شمالي سوريې فدرالي سيمه اعلان كړې ده او هلته يې مصنوعي ټاكنې ترسره كړې دي.


پيوندونه: عفرين , اقتصاد , سياست

اړوند خبرونه