كردان او اسلام

د امريكا نامتو پخوانى ولسمشر ابراهام ليكلن وايي چې `` تاسې كولاى شئ چې ځينې وختونه هر څوك او ځينې كسان هر وخت وغولوئ خو نشئ كولاى چې هر څوك هر وخت وغولوئ.

كردان او اسلام

كردان او اسلام

د امريكا نامتو پخوانى ولسمشر ابراهام ليكلن وايي چې `` تاسې كولاى شئ چې ځينې وختونه هر څوك او ځينې كسان هر وخت وغولوئ خو نشئ كولاى چې هر څوك هر وخت وغولوئ.`` د خلكو غولول او د درواغو پروپاګند كول يوه موده لري. حقيقت همېشه حقيقت وي او بلاخره رابرسېره كيږي.

لوېديځې مېډيا تل د پې كا كا/ پي واى ډي ترهګرې ډلې ته د دوراغو پروپاګند كړى دى چې دوى ګويا د كردانو استازي دي. د دوى په اند د تريكې لخوا په سوريه كې د عفرين په ښار كې  د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه ګويا د كردانو پر وړاندې ده. له بده مرغه ځينې وختونه د الجزيرې كانال هم دا ډول تېروتنه كوي.

په انقره كې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

كردي ترهګرې ډلې د كردانو په نسل وژنه بوختې دي.

د پې كا كا ترهګره ډله تر ټولو لوى جنايت پخپله د كردانو په حق كې كوي. د پې كا كا د ترهګرې ډلې په بريدونو كې شاوخوا ۴۰ زره كسان وژل شوي دي چې زياتره يې كردان دي. پې كا كا د ماركسيستي او لېنيستي ايډيولوژۍ پر اساس د تركيې په ختيځ كې د كردانو په سيمه كې په نسل وژنې لاس پورې كړى دى. د همدې امله د سيمې كردان د هېواد لودېځ ته د استانبول ولايت ته كډه شوي دي. په سوريه او عراق كې د ترهګرۍ  له وېرې هم سلګونه زره كردان را تښتېدلي دي چې د دوى زياتره يې په تركيه كې د كردانو په سيمه كې نه بلكې په هغو ولايتونو كې ژوند كوي چې په كې تركان اكثريت دى.

نن په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څانګه پې واي ډي هم د خپلو كردانو نسل وژنې ته دوام وركوي. د پي واى ډي ترهګره ډله هڅه كوي چې د امريكا د متحدو ايالتونو په ملاتړ د سوريې په لوېديځ كې د مديترانې تر بحيرې پورې د ترهګرۍ يو دهلېز جوړ كړي. پدې سيمو كې پراته كلي چې له دوى ملاتړ نه كوي، د سخت فشار لاندې دي. د پي واى ډي ترهګر هغه كردان، عربان، تركمنان او نورې ډلې چې له دوى ملاتړ نه كوي، له خپلو كليو شړي. ددې په پايله كې سلګونه زره كردانو تركيې ته پناه راوړې ده او په ميليونو سوري كډوال هم د پې كا كا او بشار اسد له وېرې په تركيه كې ژوند كوي.

دا رښتيا ده چې په كردانو كې ځينې خلك له پې كا كا ملاتړ كوي خو ټول كردان ترې كركه لري. كه چېرې ووايو چې هېټلر د ټول جرمني او موسوليني د ټولې ايټاليا استازى دى، نو ډېر غلط شو. ځكه خو نشو ويلاى چې پې كا كا د ټولو كردانو استازې ده.

لوېديځه مېډيا او سياستوال د خود غرضه څرګندونو سره تل پدې ټينګار كوي چې ولې كردان خپلواك دولت ونه لري؟ دا پوښتنه د كردانو ترمېنځ هم ملاتړ لري.  خو همدا لوېديځوال دا پوښتنه نه كوي چې په امريكا كې چې ۵۰ ايالتونه دي ولې هر يوه يې خپله خپلواكي نه اعلانوي؟ يا دې پوښتنې ته هم ځواب نه لري چې په منځني ختيځ كې د جدايي غوښتونكو ترهګرو ډلو نه ملاتړ كوئ خو ولې د كاتالونيا د سيمې خپلواكي په رسميت نه پېژنئ؟

جرمني د كاتالونيا د خپلواكۍ مشر كارلېس پوجديمونډ سره له دې چې هېڅ ډول ترهګري فعاليت يې نه دى كړى ولې نيسي؟

دا اصلي ستونزه دا نه ده چې هر ملت دې خپله خپلواكي ولري. اصلي ستونزه دا ده چې غربيان غواړي چې ` تفرقه واچوه، حكومت وكړه`` سياست سره په سيمه كې خپلې ګټې خوندي كړي.

د منځني ختيځ په جغرافيه كې پخوا هر مليت، حتى جماعت او قبيلې خپل خپلواك دولتونه درلودل. د صليبي جګړو پر مهال په سيمه كې يو زيات شمېر كوچنيو دولتونو فعاليت درلود. د اناتوليا سيمه هم د تركي قبيلو ترمېنځ ويشل شوې وه. كردان، تركان او عربان په خپلو مېنځونو كې سره ټوټې ټوټې وو. سل كاله وړاندې په سيمه كې  لوېديځ په ملاتړ دا ډول تجربه بيا تكرار شوه او په منځني ختيځ كې ۲۳ دولتونه رامنځته شول. داسې اټكل كيږي چې په عراق، سوريې او د خليج په ځينو شاهي هېوادونو كې هم د جدايي غوښتنې نعرې پورته شي.  په اصل كې د منځني ختيځ خلك د جدايۍ پر ځاى اتحاد ته اړتيا لري.

آيا سيكولر كردان ښه كردان دي؟

په لوېديځه مېډيا كې د پې كا كا له ترهګرې ډلې نه يواځې له دې امله هم ملاتړ كيږي چې ګويا دا ډله سيكولره ده. كه چېرې يوه ډله هم ترهګره وي او هم سيكولره د لوېديځ ذهنيت پر اساس ترې بايد ملاتړ وشي. ځكه د لوېديځ په سترګو كې ترهګري د اسلام سره اړخ لګوي. سيكولر كردان ورباندې ځكه ګران دي چې د لوېديځ د منطق پر اساس سيكولاريزم د نجات يوه لاره ده. دا له پروپاګنده پرته بل هېڅ نه دي. دا ځكه چې د بشري تاريخ تر ټولو خونړۍ نړيوالې جګړې په اروپا كې د داسې دولتونو ترمېنځ رامنځته شوې چې سيكولر و.



اړوند خبرونه