د خليج د كړكېچ لومړى كال

پوره يو كال وړاندې د قطر رسمي خبر آژانس د هكرانو لخوا هك شو او بيا د قطر د امير له خولې جعلي خبرونو د خپرولو سره يو لوى سياسي كړكېچ ته لار پرانيستل شوه.

د خليج د كړكېچ لومړى كال

 

پوره يو كال وړاندې د قطر رسمي خبر آژانس د هكرانو لخوا هك شو او بيا د قطر د امير له خولې  جعلي خبرونو د خپرولو سره يو لوى سياسي كړكېچ ته لار پرانيستل شوه. د قطر د امير له خولې دا جعلي خبرې چې ظاهراً د خليج د نورو هېوادونو د مشرانو پر خلاف وې، د ټولو پاملرنه يې جلب كړه. د سعودي عربستان او متحدو عربي آماراتو په مشرۍ او د امريكا په ملاتړ د قطر پر وړاندې د سراسري محاصرې كمپاين پيل شو چې په لنډه موده كې پر قطر باندې سياسي، نظامي او اقتصادي بنديزونه ولګول شول.

د موضوع په اړه د سياست، اقتصاد او ټولنې د څېړنيز وقف د يو تن څېړونكي ليكوال جان آجون څرګندونو ته ستاسې پام را اړوم.

پر قطر باندې د بنديزونو د لګول كېدو نېټه ځانګړى اهميت لري. دا بنديزونه د ۲۰۱۷م كال د مې د ياشتې په ۲۱مه نېټه سعودي عربستان ته د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د رسمي ليدنې نه سمدستي وروسته عملي شول.  پدې ليدنه كې د سعودي وليهعد شهزاده محمد بن سلمان او د متحدو عربي آماراتو امير محمد بن زيد چې د دوو محمدونو په نامه هم ياديږي، لومړى د ټرمپ ملاتړ ترلاسه كړ او بيا يې وروسته پر قطر بنديزونه ولګول. د سيمې په اړه د دوى په نوي پلان كې چې د اسراييلو سره په ګډه جوړ شوى دى، قطر ته د يو لوى ګواښ په سترګو ګوري او غواړي چې په څنګه چې وي دا هېواد له سيمې تجريد كړي. قطر د تركيې سره په ګډه د عربي پسرلي پر مهال په سيمه كې د بدلونونه د ملاتړ سياست غوره كړى دى.  د همدې امله د سعودي په مشرۍ جوړ شوي اتفاق د قطر پر اقتصاد او مېډيا باندې د بنديزونو د لګولو حمله وكړه.

اوس له دې كړكېچه يو كال تېر شوى دى. كه چېرې تېر يو كال ته نظر واچو نو دا به څرګنده شي چې د سعودي په مشرۍ د خليج ۴ هېوادونو او مصر لخوا پر قطر باندې لګېدلي بنديزونه ټول ناكام شوي دي. قطر د تركيې په څېر د نږدې متقفو هېوادونو په مخامخ مرستې او همكارۍ سره وكولاى شول چې ټول بنديزونه برطرفه كړي. حتى د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكي يې هم پدې قانع كړي دي چې پدې مسئله كې له سعودي نه د ملاتړ لاس واخلي. اوس داسې وخت راغلى دى چې پر قطر لګېدلي بنديزونه د سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو ته پخپله ستونزمن شوي دي.

 

د قطر سره په ګډه بل هدف تركيه وه.

پر قطر باندې د لګېدلو بنديزونو د لرې كولو په موخه د شرطونو نه يو دا و چې په قطر كې دې د تركيې نظامي هډه وتړل شي او له دې هېواد سره دې ټول نظامي تړونونه او همكاري لغوه شي.  زما په اند دا دوه علتونه لري. لومړى دا چې په قطر كې د تركيې نظامي هډه كه نه واى او ددې هېواد سره يې نږدې نظامي همكاري نه درلودلى نو د سعودي او نورو هېوادونو لپاره د قطر لاندې كول آسانه كار و. د همدې امله د قطر سره د تركيې نظامي همكاري د هغوى لپاره د خطر زنګ دي.

دويم علت يې دا دى چې په سيمه كې د دوو محمدونو او اسراييلو نظامي او سياسي ستراتېژۍ ته تركيې لوى خنډ رامنځته كړى دى. دوى هڅه كوله چې له فلسطينه نيولې تر قطر پورې په پراخه سياسي جغرافيه كې خپل راج وچلوي. تركيې او قطر دواړو دا غوښتنې رد كړې. ځكه نه يې غوښتل چې سيمه د دوى تر حاكميت لاندې شي.

تركيه فكر كوي چې د سعودي عربستان په پرتله متحده عربي آمارات د تركي دولت د تخريب پسې راخيستې ده. د امريكا په متحدو ايالتونو كې د متحدو عربي آماراتو د سفير هغه برېښناليكونه چې د مېډيا لاسته ورغلي دي په كې په ښكاره توګه د تركيې پر خلاف كمپاينونه ليدل كيږي. اماراتو د تركيې پر خلاف په سيمه كې د اسراييلو سره هم همكاري كړې ده. تركيه كه څه هم دې موضوع ته جدي پاملرنه نه كوي خو د پياوړي دولت او اوردو په درلودلو سره په سيمه كې فعال سياست ته تياره ده.



اړوند خبرونه