د چا له نظره (معتدل اسلام)؟

معتدل اسلام څه معنا او د چا له نظره څه ډول تعريفيږي؟

د چا له نظره (معتدل اسلام)؟

 

داسې ډېر وختونه پېښيږي چې ځينې ځانګړي مراكز، استخباراتي سرويسونه او نورې مغرضې ادارې د جعلي بحثونو سره د حقيقت د ښكاره كېدلو مخه نيسي. دا ټولو ته معلومه ده چې لمر په دوو ګوتو نه پټيږي. حقيقت يوه ورځ نه يوه ورځ راڅرګنديږي او د درواغو ډيوه يواځې تر ماښامه بليږي.

د موضوع په اړه د انقرې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د پورتينو بحثونو نه يو هم د ( معتدل اسلام) بحث دى چې په لوېديځ كې ځيني وختونه رابرسېره كيږي.  دا په داسې حال كې ده چې لوېديځ او په ټوله كې بشريت د بېلابېلو خطرونو سره لاس او ګرېوان دى خو دوى د معتدل اسلام پورې نښتي دي. لوېديځ د دويمې نړيوالې جګړې نه لږ وړاندې پرته له هغه چې پايلو ته يې پاملرنه وكړي، د يهودانو په اړه دا ډول بحثونه تاوده وساتل. پايله يې دا شوه چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د يهودانو په ګډون په ميليونونو انسانانو خپل ژوند له لاسه وركړ. اوس دا دى د معتدل اسلام تر نامه لاندې يو ځل بيا يې د نيو- نازيزيزم او نيو – فاشيزيم ايډيولوژيو ته لاس اچولى دى. په فرانسه كې ۳۰۰ تنو تش په نامه روشنفكرانو پدې بهانه چې د يهودانو او نورو پر وړاندې تاوتريخوالى خپروي، نعوذ باالله د قرآن كريم د ځينو آيتونو د لغوه كولو غوښتنه كړې وه. خو همدا روشنفكران په اسراييلو كې د بيت المقدس ښار ته د امريكا د سفارت د ودانۍ د انتقال پر مهال پر ملكي فلسطينيانو باندې د اسراييلي ځواكونو د وحشيانه بريدونو په پايله كې د لسګونو كسانو د شهادت پر خبرونو باندې چوپه خوله وو. آيا تر دې لوى تاوتريخوالى، توكمپالنه او د بشريت سره دښمني شته دى؟

كه چېرې د (معتدل اسلام) نه ستاسې هدف دا وي چې انسانان په خپله جغرافيه كې د هغو وحشيانو او ترهګرو پر وړاندې چې د اسلام له نامه په ناوړه ګټې پورته كولو سره د خلكو مالي او ځاني امنيت ته يې خطر رامنځته كړى وى، مبارزه وكړي، پر دې هېڅوك اعتراض نه لري.  خو پر دې پاندې د معتدل اسلام پر ځاى د ترهګرۍ سره د مبارزې نوم كېښودل شي. د اصطلاحاتو كارولو سره بايد دقت وشي. پدې وروستيو كې په اروپا او امريكا كې هغه بريدونه چې اساس يې د عيسوي مذهب پورې اړه لري، زيات شوي دي.  هېڅوك نشي كولاى چې ووايي چې بايد موږ ( معتدل عيسويت) رامنځته كول غواړو. ددې څنګ د اسراييلو لخوا د لسګونو كلونو راهيسې پر فلسطينيانو باندې ظلمونو او فشارونو ته په كتلو سره نشو كولاى چې ادعا وكړو چې د يهوديت پر وړاندې بايد ( معتدل يهوديت) رامنځته شي.

هغه غربيان چې د معتدل اسلام په بهانې د ترهګرۍ سره د مبارزې شعارونه غږوي، په عمل په هېڅ ډول د ترهګرۍ سره مبارزه نه كوي. كه چېرې ددې پروژې بانيانو ته وكتل شي نو تر ډېره حده يې تر شا هغه امپرياليست ځواكونه او د دوى استخبارات دي چې د خپلو ګټو لپاره يې د معتدل اسلام تر نامه لاندې پروژه پلې كړې ده. دوى ددې پروژې په واسطه يرغل، ظلم، تهجير او كړاوونو ته مشروعيت وركوي. امپرياليستي ځواكونه چې په منځني ختيځ كې د خپلو ګټو لپاره روزانه فعاليت كوي، خپلو دې كړنو ته د توجېه په موخه بيا هم ددې سيمې د خلكو پر ديني او كلتوري باورونو باندې نيوكې كوي.

ددې جغرافيه خلك بايد دا پوښتنه له ځانه وكړي چې ولې يې امپرياليستو ځواكونو ته اجازه وركړې ده چې له دوى د هېوادونو نه ناوړه ګټه پورته كړي. خو ددوى پر وړاندې د نړيوال امپرياليزم د لوبو نه هم بايد پرده پورته شي.

كه چېرې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې، داعش، پې كا كا او پي واى ډي د ترهګرو ډلو نظامي او سياسي جوړښت ته وكتل شي نو دا په ډاګه كيږي چې دا ډلې د لوېديځو استخباراتو په ملاتړ خپل فعالې دي. دوى د لوېديځ سره نږدې اړيكې لري. دوى په مسلمانانو هېوادونو كې د خپلو خلكو پر وړاندې د لوېديځو استخباراتو د پروژو په عملي كولو كې مرسته كوي. هېڅ يوې لوېديځ هېواد په هېڅ صورت په منځني ختيځ كې د ديموكراتيكو او پرمختللو نظامونو نه ملاتړ نه كوي. دوى د مصر د دولت سره چې په په خپل هېواد كې يې د كودتا سره لسګونه كسان ووژل، هېڅ ستونزه نه لري. هغه سلطنتي كورنيو سره چې د خپلو خلكو پر وړاندې مبارزه كوي، هم ستونزه نه لري.  دوى په يو هېواد كې ( ښځو ته د موټر چلولو د اجازې د وركولو) له امله خوشالي كوي او له هغه هېواد په نېك نيت سره يادونه كوي خو د تركيې په څېر هېواد سره چې خپل لومړني انتخابات يې په ۱۸۷۶م كال كې ترسره كړي او د ښځو لپاره يې د رايې اچونې حق په ۱۹۳۴م ميلادي كال كې منلى دى او پدې ډول د يو زيات شمېر لوېديځو هېوادونو نه هم د ديموكراسۍ پخوانى تاريخ لري، مخالفت كوي. لوديځوال په منځني ختيځ كې د يو مدنيت تر سيوري لاندې د اوسېدلو ملتونو كلتوري، سياسي او ټولنيزو ارزښتونو نه نه ګوري خو ددې پر ځاى د هغو راډيكالو، مذهبي او ورانكارو ډلو نه ملاتړ كوي چې ددې مدنيت د را پرځولو په لټه كې دي.

لوېديځوال د همدې امله په مصر او د خليج په ځينو هېوادونو كې د جابرو سلطنتي كورونيو نه ملاتړ كوي خو د تركيې او  تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان نه چې د خپلو خلكو په رايو او ملاتړ ټاكل شوى دى، ملاتړ نه كوي.

عملي سياست ته كه وكتل شي نو خلك دې پايلې ته رسيږي چې لوېديځوال هغه څه ته (معتدل اسلام) وايي چې د خپلو خلكو او عامو وګړو پر وړاندې جابر او ظالم وي او د لوېديځ پر وړاندې معتدل او سوله ايز وي. په منځني ختيځ كې هغه نظامونه چې په خپلو هېوادونو كې ديموكراتيكو غوښتنو باندې سترګې پټوي خو د امپرياليستو ځواكونو ګټو ته لبيك وايي، هغه د لوېديځ په اند معتدل مسلمانان دي خو هغه كسان چې د لوېديځ د امپرياليزم پر وړاندې مبارزه كوي هغوى ته ديكتاتور او بنسټپاله مسلمان ويل كيږي.

ځينې نړيوال مركزونه كيداى شي چې فكر وكړي چې په منځني ختيځ كې د مدنيت د استازو دولتونو  پر وړاندې د نوو پيدا شوو بې بنياده ترهګرو ډلو نه په ملاتړ سره لنډمهالې ګټې ترلاسه كړي خو په اوږدمهاله موده كې ددې اور تاو په تر لوېديځ هم ورسيږي. تركيه چې په سيمه كې د عثماني كلتور او مدنيت استازى هېواد دى، اجازه په ورنكړي چې په منځني ختيځ كې نړيوال امپرياليزم خپلو موخو ته ورسيږي.

د انقرې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل



اړوند خبرونه