د ریاستي حکومتي سیستم د پیلیدو نه مخکې بیرته زوړ سیستم ته د ستنیدو غوښتنه.

لکه څرنګه چې اګاه یاست ترکیه د جون په ۲۴ مه نیټه ۳۲ مې پارلماني ټاکنې او لومړی ځل لپاره د ریاستي حکومتي سیستم په خاطر د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي.

د ریاستي حکومتي سیستم د پیلیدو نه مخکې بیرته زوړ سیستم ته د ستنیدو غوښتنه.

 

 

د ټاکنو  لپاره په کمپاینونو کې  د عدالت او توسعې ګوند  په مشرۍ  د جمهور ایتلاف هیوادوالو ته  د نوي حکومتي سیستم  یا ریاستي  سیستم   ګټو  او ددې سیستم له لارې په ډیره اسانه توګه د ستونزو د حل  په اړه معلومات ورکوي  او د هغوې سره  ژمنې کوي. ددې په مقابل کې  د ملت ایتلاف  غړي ګوندونه  خلکو سره  بیرته  پخواني سیستم  ته د ستنیدو  ژمنې کوي. د ملت ایتلاف وايي  چې  پدې ټاکنو کې د بري په صورت کې  به  په ډیره  لنډه  موده کې  د هیواد حکومتي سیستم  بیرته په پارلماني  سیستم  بدل کړي. دې ایتلاف  مخکې ددینه چې په هیواد کې  ریاستي حکومتي سیستم  جوړ  او په فعالیت پیل وکړي  بیرته  زوړ سیستم ته  د ستنیدو په خاطر  هلې ځلې پيل کړي دي.

 د انقرې د یلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  ریس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

پروفیسور ډاکټر  قدرت بلبل  وايي  که په ترکیه کې د مخالفو ګوندونو د ټولو  مخالفت  سره سره  نوی  حکومتي سیستم  یا  ریاستي حکومتي سیستم  د ټولپوښتنې په ترڅ کې د هیوادوالو لخوا رایو په اکثریت سره  ومنل شو.

د  جون د ۲۴ مې د ټولټاکنو سره  دا سیستم  په فعلي ډول سره  نافذیږي. پداسې حال کې چې په هیواد کې مخالفو ګوندونو  نوی  یا ریاستي حکومتي سیستم  امتحان کړی ندی او دا چې  نوی  سیستم  موجودو ستونزو ته څه ډول  حل لارې  پیدا کوي  د امتحانولو نه مخکې  ددې سیستم  د ردولو په خاطر  هلې ځلې  پیل کړي دي چې دا خبره  هیڅ عقل لپاره د منلو وړنده.

مخالفې ډلې  او ګوندونه  په ټینګار وایي چې  د بري په صورت کې به په هیواد کې بیرته  پخوانی سیستم راولي. د ویلو ده چې ۱۴۰ کاله کیږي چې په ترکیه کې دا زوړ سیستم  دوام لري. دا سیستم  تل په هیواد کې  ډول ډول ستونزې رامنځته کوي. خو دا هم  یو حقیقت  دی چې د نړۍ یو زیات شمیر داسې هیوادونه هم  شتون لري چې  پارلماني سیستم  پکې  ډیر زیات  بریالی  دی.

خو له بده مرغه چې  په ترکیه کې پارلماني سیستم  تل  ډول ډول ستونزو ته لار پرانیستې ده، د هیواد  اداره يي د ډول ډول  ستونزو ته  لاس او ګریوان کړې ده ، کورنیو او بهرنیو لاسپوڅو ته يي  د  قوي مداخلې فرصت  ورکړی دی .

په ترکیه کې  د ۱۹۶۱ کال د اساسي قانون سره  رامنځته شوې  سیستم  چې په هیڅډول  د  ملت استازو ته يي  د کنټرول اجازه  نه ورکوله  او ټول واک او اختیار يي  عسکري او قضايي ارګانونو ته  سپارلی وو  له امله يي  رامنځته شوې  ستونزې  لا هیچا هیرې کړي ندي.

اعدام  شوي  لومړي وزیران  او وزیران، ګواښل شوي  سیاستوال  او د پارلمان د محاصره کولو سره په زور سره  د ولسمشر د ټاکلو پورې  دا  ترخې  خاطرې  اوس هم  زمونږ  سره  تازه  دي.

دا چې  پخواني  سیستم  د ټولټاکنو د سیستم نه نیولې د هیواد په ټولو چارو کې د بهرنیو غلامانو د دوامداره مداخلې، سیاسي بحرانونه، ایتلافونه او کم عمر حکومتونو  هیواد د څه ډول ګواښونو سره  لاس او ګریوان کړی وو  پدې ټول  ډیر ښه  پوهیږي.

د ۱۹۶۱ کال  د اساسي قانون سره  رامنځته شوي  سیستم  چې  د ملت استازي پکې  یو څنډې ته کینول شوي وو  د قاضي ارګانونو  ناکوبۍ  هیچا هیرې کړي ندي.

د هغه وخت  قضايي ارګانونو  چې  خپل مشروعیت په کودتاګانو، پوځي مداخلو کې  لټوه. بهر نړۍ ته  شا اړولې  وه  او هیواد  يي  په یوې  بندې کوتۍ  بدل کړی وو. نوموړو  د ترکیې  د پرمختګ  او ډیموکراسۍ  پر وړاندې  لوی لوی خنډونه جوړ کړي وو.

د ترکیې  بیوروکراتیک  سیستم    ژر ژر  د بدلیدونکو سیاسي اقتدارونو او ایتلافونو له امله د پرمختګ  پر وړانډې  خنډونه جوړ کړي وو.

یو داسې بیوروکراتیک  سیستم  چې  پکې واکمنۍ  او اقتدارونه  ډير ژر ژر بدلیږي، تل  دا اندیښنه ولري چې  نوی اقتدار به ورسره  په ګډه کار وکړي او که نه او یا  د نوي اقتدار لخوا به ترینه  څه ډول  غچ اخیستل کیږي  څه ډول کیدای شي چې  پرمختګ وکړي؟

پداسې یو  سیستم  کې چې  پخپله خوښه د حرکت  صلاحیت ونلري، بهرنۍ مداخلې ،نړۍوالو اکټورانو مداخلې  ، اقتصادي مداخلې یا  ترهګرو د فعالیتونو کچه پکې  تر حد سویې ته رسیدلي وي  څه ډول کولی شي  چې  هیواد د پراختیا او ودې پر لورې یوسي.

خو په ترکیه کې  د عدالت او توسعې   ګوند  اقتدار ته د رارسیدو سره  دا ټولې  ستونزې  او ناخوالې  زمونږ نه هیرې کړې.

د عدالت او  توسعې  ګوند  د ۲۰۰۰ کلونو نه وروسته  څلور ځله په پرله پسې  توګه  واکمنۍ ته  ورسید  او د ترسره کړو  خدماتو سره  يي  زمونږ نه  ټولې ستونزې او مشکلات  هیر کړل.

د عدالت او توسعې د ګوند  دا بریالیتوب  د سیستم  نه نه بلکې  یو استثنايي  مسله ده.

نن ورځ  د اسلامي نړۍ او  همداشان په لویديځه نړۍ کې دوه ډیرې مهمې  ستونزې  شتون لري چې هغه هم  د ملت  غوښتونو ته  په سیاست کې په کافي توګه انعکاس نه ورکول دي. په سیاست  کې د ملت غوښتونو  ته  په کافي توګه  توجه نه کول دي. همدا خبره ددې لامل ګرځي چې دلته  هر څوک چې  واکمنۍ ته ورسیږي  هغوې بیا په کافي توګه دیموکراسي  عملي کولی نشي.

ترکیه  د نوي  ولسمشرۍ  حکومتي  سیستم  سره   په اصل کې  هغه ستونزې چې  د ملت غوښتونو ته په سیاست کې پاملرنه نه کیږي  د پای ټکی ږدي. په ترکیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  یو تن د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په خاطر  مجبور  دی چې  پنځوس  جمع  یو رای ترلاسه کړي. یعنې  دا پخپله ددې په معنا  دی چې  ولسمشر  د خلکو لخوا ټاکل کیږي  او خپل ټول قوت  او ځواک هم  د ملت نه اخلي.

د یادولو وړ ده چې  په ترکیه کې اوس هم  ځینې برخې  اندیښنه لري چې ایا د ولسمشرۍ حکومتي سیستم نه د ملاتړ سره  خو خطا نه کوي؟ دوی  د پخوا په څیر  فکر کوي  چې  عدالت او توسعې ګوند یواځې  د خپلو پلویانو رایې هم  دوې ته کافي دي.

هو دا هغه  برخې فکر دی چې غواړي تل  رجب طیب اردوغان  په اقتدار کې پاټې شي.

هو دا هم  حقیقت  دی  چې  پارلماني سیستم  هغه  وخت  ستونزې نه رامنځته کوي چې مشرۍ د رجب طیب اردوغان په څیر  د یو قوي مشر په لاس کې وي. خو که چیرې  تیر تاریخ ته وګورو دا یو استثنايي  مسله ده. دا په اصل کې د رجب طیب اردوغان  شخصي  بریالیتوب  دی.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې  د دیموکراتیک بدلون  او د چټک پرمختګ  یواځې لار  د موجود  سیستم  بدلون دی. د ترکیې لپاره  دا یوه ضروري  خبره وه.

د همدې امله  د عدالت او توسعې ګوند  د هر ډول خطر په منلو سره  صحې لاره انتخاب کړه. د ویلو ده چې په ترکیه کې  په نوي حکومتي سیستم کې به  د واک  او اختیار اصلي خاوندان  پخپله  ملت وي. باداران به ملت وي.

همداشان  نوی  سیستم  بهرنیو  مداخلو  مخه هم  نیسي. په نوي سیستم کې  هر ډول ستونزې  به  سیستماتیکه  نوي  بلکې  دا به فرعي ستونزې  به وي.

د همدې امله  مخالف ګوندونه مخکې ددینه چې  دا نوی  سیاسي  سیستم  وازمایي  وار د مخه  ورسره مخالفت  ښودل  د منلو وړ خبره نده.



اړوند خبرونه