د تركيې او امريكا ترمېنځ د منبج مطابقت

د تركيې امريكا ترمېنځ د دوه اړخيزو اړيكو په چوكاټ كې پدې وروستيو څو كلونو كې يو لړ ستونزې ليدل كيږي. په ځانګړي توګه د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې مشر چې اوسمهال د امريكا د پنسلوانيا په ښار كې ژوند كوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې دي.

د تركيې او امريكا ترمېنځ د منبج مطابقت

 

 

د تركيې امريكا ترمېنځ د دوه اړخيزو اړيكو په چوكاټ كې پدې وروستيو څو كلونو كې يو لړ ستونزې ليدل كيږي. په ځانګړي توګه د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې مشر چې اوسمهال د امريكا د پنسلوانيا په ښار كې ژوند كوي،  د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې دي. تركيې د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېټه د نظامي كودتا په ناكام اقدام كې د لاس لرلو په تور د ترهګرې ډلې د مشر فتح الله ګولن اړوند ټول اسناد امريكايي چارواكو ته سپارلي دي جې ددې سره سره يې امريكا تركيې ته د سپارلو زړه نه ښه كوي. ددې ترڅنګ په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي سره د امريكايي چارواكو اتفاق او نږدې همكاري هم د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د ترينګلتيا مهم سبب شمېرل كيږي. تركيې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د نوي نظامي دوكتورين او پلان په چوكاټ كې د هېواد له پولو بهير د زيتون د څانګې او فرات د سپر تر نامه لاندې عمليات ترسره كړل. سربېره پر دې يې د آستانې د بهير په غونډو كې د پرېكړو له مخې د سوريې د ادليب په ښار كې د ۱۲ نظامي هډو د جوړولو سره په سيمه كې خپل اغېزمن سياست پلى كړ. په همدې چوكاټ كې د تركيې وسله وال پوځ د پي واى چې د ترهګرو پر وړاندې د زيتون د څانګې د عملياتو په چوكاټ كې د عفرين سيمه له ترهګري عناصرو پاكه كړه.

دا ټول ددې سبب شو چې د سوريې د منبج په ښار كې چې اوسمهال د امريكايانو په مشرۍ د پي واى چي د ترهګرې ډلې د عناصرو په لاس كې ده، د امريكا سره د تركيې د خبرو اترو لار پرانيستل شوه.

د موضوع په اړه د سياست، اقتصاد او تولنې د څېړنو وقف (SETA) یو تن څېړونكي او ليكوال جان آجون څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د سوريې د منبج ښار له لومړي سر كې د آزادې سوريې د اوردو لخوا د بشار اسد د رژيم د ځواكونو لخوا ونيول شو چې بيا وروسته په ۲۰۱۴م كال كې د داعش تر يرغل لاندې راغى. په ۲۰۱۶م كال كې د داعش پر خلاف د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو لخوا چې په سيمه كې د واى پي جي د ترهګرو په ګډون `` د سوريې د ديموكراتيكو ځواكونو`` لخوا ترې ملاتړ كېدلو، د داعش له شتوالي پاكه شوه. ددې عملياتو پرمهال د تركيې د پرله پسې نيوكو په مقابل كې امريكايي چارواكو وعده وكړه چې د ښار تر نيولو وروسته به له سيمې د واى پي جي ځواكونه وباسي او د ښار امنيت به سيمه ايزو عرب توكمه عناصرو ته سپاري. تر عملياتو وروسته كه څه هم امريكايي چارواكو اعلان وكړ چې واى پي جي له منبجه ووتله خو ددې ترهګرې ډلې غړو په ښار كې خپل شتوالى نور هم پياوړى كړ. پي واى چي د `` منبج د نظامي شورا`` په نامه يوه خيالي ډله جوړه كړله چې غوښتل يې پدې ډول نړۍ ته وښايي چې دا سيمه د خپلواكې شورا لخوا اداره كيږي. دا په داسې حال كې ده چې د منبج نظامي شورا د جميل مظلوم او اسماعيل دېريك په نامه د دوو تنو ملېشو لخوا چې په مستقيم ډول د پې كا كا د ترهګرې ډلې لخوا په دنده ګمارل شوي دي، اداره كيږي. سربېره پر دې له سيمې د را رسېدلو خبرونو پر اساس پې كا كا په ښوونځيو كې زده كونكو ته د خپلې ايډيولوژۍ پروپاګند كوي.

د منبج په برخه كې د تركيې لپاره تر ټولو مهم فكتور دا دى چې سيمه ايز خلك د پي واى ډي له فعاليتونو په تنګ راغلي دي. په همدې اساس د منبج له ښاره زرګونه كسان هغې سيمې ته كډوالۍ ته اړ شوي دي چې د فرات د سپر د عملياتو په ترڅ كې د تركيې لخوا آزاده شوې ده. د سيمې د قبايلو مشران وايي چې پى واى ډي يې ځوانان په زوره دې ته اړ باسي چې وسلې واخلي او د سرغړونكو سره وحشيانه چلند كوي. پي واى جي په منبج كې د القيام د غورځنګ مشران چې د سيمې د خلكو لخوا جوړ شوى و، ووژل.

د زيتون د څانګې د عملياتو تر برياليتوب وروسته تركيې هوډ درلود چې د منبج ښار هم له ترهګرو پاك كړي. په همدې اساس د تركيې – امريكايي مقاماتو ترمېنځ خبرې اترې پيل شوې. د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو پخوانى وزير ريكس تېلرسن تركيې ته راغى تر څو د منبج د ستونزې د آواري په موخه د دواړو هېوادونو ګډ مسلكي ګروپ جوړ كړي. د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د نوي وزير مايك پومپيو د دندې پر مهال ددې ګډ مسلكي ګروپ لخوا د حللارې داسې يو ميكانيزم رامنځته شو چې په درې پړاونو كې بايد عملي شي. په لومړي پړاو كې بايد د پي واى ډي عناصر له منبجه ووځي او د تركيې امريكا په مشرۍ په ګډه يو موقتي نظام رامنځته شي. وروسته بايد د منبج د خلكو په ګډون نوې اداره جوړه شي.

د منبج په برخه كې د تركيې – امريكا ترمېنځ نږدې همكاري دا وښودله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو د پراختيا او خبرو اترو پوتانشيل زيات دى. خو ددې سره سره د دواړو هېوادونو د اړيكو په برخه كې يو لړ اندېښنې هم موجودې دي. د بېلګې په ډول كه چېرې د پورتني ميكانيزم له مخې د منبج له سيمې د پې كا كا/ واى پي جي ځواكونه ونه وځي يو ځل بيا به د دواړو هېوادونو اړيكې ترېنګلې شي. ځكه د امريكايي چارواكو په وينا د منبج نظامي شورا كاملاً خپلواكه ده خو دا په داسې حال كې ده چې دا شورا خپل ټول هدايات په قنديل كې د پې كا كا د رهبري شورا له غړو اخلي. بله ستونزه دا ده چې د فرات د سيند په ختيځ كې ددې ترهګرې ډلې شتوالى د تركيې د ملي امنيت لپاره لوى خطر دى. پدې ډول تركيه هڅه كوي چې دا ميكانيزم د فرات د سيند په هغو ټولو سيمو كې عملي شي چې په كې د واى پي جي ترهګر واك چلوي. په ځانګړي توګه د ختيځې سوريې په سيمو كې چې د نفتو له پلوه شتمنې دي او اوسمهال د واى پي جي ترهګرو تر ولكې لاندې دي، امريكا نه غواړي چې پورتنى ميكانيزم دې عملي كړي.

د تركيې د بهرنيو چارو د وزير مولود چاوش اوغلو او د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزير مايك پومپيو ترمېنځ د منبج پر سر سلا كېدل د دواړو هېوادونو د اړيكو د پراختيا په برخه كې لوى ګام دى خو په عين حال كې دا به د سوريې په اړه د راتلونكو همكاريو لپاره لوى امتحان هم وي.

قدرمنو اورېدونكود موضوع په اړه مو د موضوع په اړه د سياست، اقتصاد او تولنې د څېړنو وقف (SETA) یو تن څېړونكي  جان آجون څرګندونې واورېدلې.



اړوند خبرونه