د ترکیې ګرځندوی

د ترکیې ګرځندوی

د ترکیې ګرځندوی

 

ایا پوهیږۍ  چې د مځکې پر سر  د لمر ختل  تر ټولو  ښکلی  په کوم ځای کې ننداره کیږي؟ کیدای شي چې  دا پوښتنه  ډیر زیات ځوابونه ولري. خو  د اکثریت په اند  لمر  ختل  تر ټولو په  ښه  توګه  د ترکیې په سویل ختیځ کې  د نمرود د غره نه  ننداره کیږي. د نمرود  غر  چې  ۲۱۵۰ متر ارتفاع لري د لمر ختو پر مهال  لیدونکو ته یوه ډیره  ښکلي  منظره  وړاندې کوي.

البته چې د نمرود غر  یواځنې ځانګړتیا  دا نده. د نمرود  د غره  په څوکه کې  د کوماګن د پاچاهۍ په دوران کې  جوړې شوې  ډیرې په زړه پورې سترې مجسمې  شتون لري. دا چې  دا مجسمې د غره  پدې لوړه څوکه  کې څه ډول  جوړې شوي  او یا په بل ځای کې جوړې  خو دلته  څه ډول  رانتقال شوي  د حیرانتیا وړ خبره ده.

د نمرو غره په ټپه کې د تومولوس  او تومولوس  ختیځ او لویدیځې  خواوو ته  په جوړولو  برنډو کې  ډیرې سترې سترې مجسمې  او په دیوارونو کې  ډیرې ښکلې  لیکنې  او فیګورونه شتون لري. د ډیرو زیاتو تحقیقاتو  او په سیمه کې د موندل  اثارو د څیړونو نه وروسته دا معلومه شوه چې  دا لرغوني  اثار  د کوماګن  د مدنیت  اړوند دي. ویل کیږي اثار د کوماګن د دولت  د پاچا لومړي انتیوکوس  لخوا  جوړ شوي دي.

د کوماګن  پاچاهي  د میلاد نه ۱۰۹ کاله مخکې  د اناتولیا  سویل خیتځ  لورې ته  جوړه شوې وه. ویل کیږي  ددې پاچاهۍ  تر حاکمیت  د چت لاندې د یو زیات شمیر دینونو او عقیدو لارویانو په ګډه توګه ژوند کولو.

د هغه  وخت د عقیدې سره سم  د خدایانو سره  د پاچاهانو  ښې اړیکې  د عام خلکو  د سولې او هوساینې په خاطر  ډیر مهم  وو. د همدې امله  پاچاهانو  تر هر څه ډیر  معبدونه جوړ کړي دي.

د نمرود  د غره  په څوکه  کې  جوړې شوې مجسمې هم   په همدې  خبرې دلالت کوي. ویل کیږي  پاچا لومړي انتیوکوس  خپلو خدایانو او نیکو ته د صداقت ښکاره کولو په خاطر  ډیرې سترې سترې مجسمې  ، قبرونه  او کتیبو سره  تر ټولو  زیات  اثار  جوړ کړي دي.

د یونسکو سازمان د نړۍوالو میراثونو  په لست کې شامل  د نمرود  غر  لاره  د ادي یامان  ولایت د کاهتي د ولسوالۍ نه  تیره شوې ده .

ویل کیږي  نوموړې سیمې ته  د سفر پر مهال  په لاره کې  د  نورو  ډیر لرغونو اثارو  د لیدو فرصت هم  پیدا کولی شۍ.

د قاره قوش تومولوسو، ینې کلا، د جیندرې پل  او داسې  نور هغه لرغوني اثار دي چې  د نمرود غر په لاره کې  موجود  دي.

همداشان  سیمې ته د سفر پر مهال  د باغچه  جهیل په څنډو کې  د کبانو په رستورانتونو کې  د تازه  او خوندورو کبانو خوړل  هیر نکړۍ. همداشان  د سیمې  لذیذ  او خوندور  خواړه  په بله سیمه کې  نه موندل کیږي.

د نمرود  غر  د خپلې ټولې ښکلا او لرغونو  اثارو سره  ستاسې  د راتګ  انتظار باسي.



اړوند خبرونه