په ترکیه کې ګرځندوی

په ترکیه کې ګرځندوی

په ترکیه کې ګرځندوی

 په خپله ننۍ خپرونه کې په ترکیه کې  مشهورې  د سومیلا د صومعه ( عبادت ځای ) په اړه  تاسې ته  معلومات درکوم.

 

د ترکیې  د ختیځې تورې بحیرې  په سیمه کې  د تور غر  په لمنو کې  د ډیرو  سترو ګټانو  د پاسه جوړه شوې ده  د سومیلا صومعه.

دا صومعه  یا عبادت ځای  چې  ۱۷۰۰ کلن لرغون والی لري  د نړۍ  تر ټولو  د تاریخي  او پخوانیو  صومعو نه شمیرل کیږي.

د تاریخي  روایاتو له مخې  د سومیلا صومعه  یا عبادت ځای  په دریمې میلادي پیړۍ کې  یعنې  د بیزانس  د امپراتورۍ په دوره کې  د اتن نه د راغلو دوو راهبانو  لخوا جوړه شوې ده .

د کلونو په تیریدو سره  ددې صومعه  اهمیت او ارزښت  ډیر شوی دی. همداشان د وخت په تیریدو  سره پدې صومعه کې  لا ډیر کار وشو. په ۱۳ مې میلادي پیړۍ کې  د سومیلا صومعه  لا پراخه شوه  . ترڅنګ يي  نوي نوي  څانګې  جوړې  او د صومعې سره  یو ځای کړی شوې.

د ویلو ده چې  ترکانو د امپراتورۍ لخوا  د ختیځې تورې بحیرې د سیمې د فتحه کولو نه وروسته  عثماني  پاچاهانو  په هیواد کې  د نورو تاریخي مکانونو ، لکه کلیساګانو، صومعه  او داسو  نورو د حفظ او مراقبت  په برخه کې د اوچت کړو ګامونو په چوکاټ کې  د سومیلا د صومعې  د حفظ او مراقبت په خاطر  مهم ګامونه اوچت کړل. حفظ او مراقبت په خاطر يي  ورته  ځانګړې بودیجه ځانګړې کړه.

همداشان په ۱۸ مې میلادي پيړۍ کې  د سومیلا د صومعه  ډیرې زیاتې برخې  مرمت  او له سره  ورغول شوې. همداشان  یو زیات شمیر دیوارونو يي د ښکلو ښکلو  نقاشیو سره  سینګار کړې شوې. همداشان په ۱۹ مې پیړۍ کې  بیا  د سومیلا صومعې ترڅنګ  نوې ډیرې سترې سترې ودانۍ  جوړې شوې  او د صومعې سره  ګډې شوې. د ویلو ده چې د ۱۹ مې پيړۍ پيل  د سومیلا د صومعې لپاره  طلايي  دوره بلل کیږي.

په ۱۹۱۶ میلادي کال کې  دا سیمه  د روسانو لخوا اشغال کړې شوه  . روسانو  د سومیلا صومعه هم  تر خپلې ولکې لاندې نیولې وه. د ۱۹۲۳ کال نه وروسته  دا صومعه  په کامله توګه  تخلیه کړې شوه.

د ویلو ده چې د سومیلا صومعه  د سلګونو کلونو لپاره  د یو مهم  دیني مرکز په توګه فعالیت کړی دی. سربیره  پر دې  دا صومعه  د راهبانو  د روزنې د مرکز په توګه  فعالیت کړی دی.

د سومیلا  په  صومعه  کې  لویه کلیسا، کوچنۍ کلیساګانې، پخلنځی، د زده کوونکو خونې، میلمستون او  کتابتون شتون لري.

همداشان  د صومعې په دیوارونو کې  ډیرې  په زړه پورې نقاشي  شوي دي. په دیوارونو د حضرت عیسی ع او بي بي مریم د ژوند  د تصویر په ژبه  بیان شوی دی.

د ویلو ده چې  د سومیلا صومعه  د بي بي مریم په نامه هم  مشهوره ده. دا صومعه  د ترکیې  د ترابزون ولایت د ماچکا ولسوالۍ د پولو په منځ کې  د تور غر په لمن کې  د مځکې نه ۳۰۰ متره  په ارتفاع کې  جوړه شوې ده .

همداشان  پدې صومعه کې  په ۲۰۱۰ کال کې  د فنرروم د پاتریک په مشرۍ د لومړي ځل لپاره  دیني مراسم  اجرا شول.

د سومیلا صومعه چې د مسیحیانو لپاره  ځانګړی اهمیت  لري  هر کال  په زرګونو تنه  ددې صومعه نه  لیدنه کوي.

هو که چیرې تاسې هم  غواړۍ چې  د ۱۷ پیړیو مخکې  نښې ، نښانې  ، معماري  او تاریخ نه  لیدنه وکړۍ  دا  صومعه  ستاسې  انتظار  باسي. سربیره  پر دې  د ترابزون  ولایت  چې د ځانګړې طبعي  ښکلا نه برښمند  دی  د ایه صوفیه د موزیم، د اتاترک کور  او یو زیات شمیر نورو تاریخي  اثارو کوربه توب کوي.

همداشان په ترابزون ولایت کې د اقچه آباد  کوفته، په زیړو غوړو کې  پخ شوي  کبان، سوکړک، مشهور  پنیر  او قیماق  په نورو سیمو کې  موندل ناممکنه دي.

 



اړوند خبرونه