د ترکیې ګرځندوی

د ترکیې ګرځندوی

د ترکیې ګرځندوی

 

د هتیتېانو امپراتورۍ  د میلاد نه مخکې  په دوره کې  په اناتولیا حکمدراي کړې ده . سره ددې چې  د هتیتېانو  د امپراتورۍ د لمنځه تلو نه په سلګونو خو پر ځای پریږه  په زرګونو کلونه کیږي  خو ددې امپراتورۍ  پلازمینه  ختوشا لرغونی ښار اوس هم  خپل شتوالي ته دوام ورکوي.

ویل کیږي د ختوشا ښار په خپل وخت تر ټولو  مهم  او شانداره  ښار  وو.

د هتیتېانو د امپراتورۍ  د تاسیس تاریخ  او لرغونوالی  د میلاد نه  مخکې ۱۶۰۰ کلونو ته رسیږي. د هتیتېانو د دورې نه  د پاتو  تاریخي اثارو  د پخې خټو نه د جوړو شوو  لوحو د پاڅه  د لیکل شوو لیکنو نه داسې ښکاري چې  د هتیتېانو امپراتورۍ  په نړۍ کې لومړی دولت دی چې  د یو ډول  ځانګړې ډیموکراسۍ سره  اداره کیده. د هتیتېانو  امپراتورۍ د پاچا او یا شاهي  کورنۍ لخوا اداره کیده . دې  امپراتورۍ  د پانکوش په نامه  ملي مجلس  درلود چې  ملي مجلس  د پاچا په چارو د کنټرول  او په هرې پریکړې  د رای اچونې  صلاحیت  درلود.

همداشان  د هتیتېانو  امپراتورۍ  په تاریخ کې لومړنۍ امپراتوري  ده چې د یو هیواد سره  په لیکلي بڼې  تړون لاسلیک کړی دی. هتیتېانو امپراتورۍ  دا تړون د مصر سره لاسلیک کړی دی.

د ویلو ده چې  د ختوشا  لرغونی  ښار د یو داسې  امپراتورۍ  چې په نړۍ کې  د لومړي ځل لپاره  ډیموکراسي  پکې حاکمه  وه  استازیتوب کوي. دا ښار  ددې قوي امپراتورۍ او مدنیت د نښو او نښانو  کوربه توب کوي.

د ختوشا  لرغونی  ښار  د ترکیې  د منځني تورې بحیرې  په سیمه کې  د چورم  ولایت د پولو په منځ کې  موقعیت لري.

دا تاریخي ښار نن ورځ د بوغاز کوی په نامه  یادیږي. د ختوشا  ښار  چې  د یو سرخلاصي  موزیم  په څیر  دی  د بره  او کوز  دوو برخو نه  جوړ دی.

د ویلو ده چې د ختوشا په کوز ښار کې  چې  ګمان کیږي  ملکي خلکو استوګنځای  وو ډیر لوی لوی معبدونه  پکې  شتون لري.

همداشان  په بره  ښار کې هم  ډیر زیات  معبدونه جوړ شوي دي. دا ښار  څلور دروازې  لري . ددې ښار نه  ډیر ستر  او لوی دیوارونه  چاپیر شوي دي.

ددې ښار  د اسلانلي  یا د زمریانو  د دروازې دوو خواوو ته  د تیګو نه  جوړ  زمریان  کینول شوي دي چې دا پخپله د هغه وخت د تیګو د هنر  د ظرافت  ښکارندويي کوي.

د ختوشا  شمال ختیځ  لورې ته په ۲ کیلومترۍ کې پروت  د یازیلی کایا معبد د ښار  تر ټولو  د شانداره  او سرخلاصي  معبد په توګه یادیږي. د ویلو ده چې دا معبد  د تیګو نه د جوړ د دوو  خونو نه  تشکل شوی دی. همداشان  د معبد په دیوارونو  د هتیتېانو د امپراتورانو او ملکو  سمبولونه  ښکل شوي دي.

که چیرې  غواړۍ چې  د میلاد نه مخکې  د ۱۶۰۰ کلونو مدنیت  او دولت د نښو او نښانو  ننداره وکړۍ  او ددې لرغونې ښار  لیدنه وکړۍ  نو خامخا  د ختوشا  ښار ووینۍ. همداشان  که چیرې کله  د ترکیې د چورم  ښار ته  لاړ شۍ  نو  د بوغاز کوی د تاریخي  سیمې ، د ایسکي لیپ د ولسوالۍ د تاریخي  تنګو تنګو کوڅو  او هتیتېانو  د لارو، د نخترو د ونو د ښکلو او زړه راښکدونکو  بویونو  او ځايي خوړو  او غذاګانو د څکلو نه پرته  لاړ نشۍ.

د مصر تر ټولو د قوي فرعونیانو  د قوي رقیب  ، د هغه وخت تر ټولو  د ستر سیاسي او عسکري  طاقت هتیتېانو پلازمینه  ختوشا  ستاسې انتظار باسي.  

 



اړوند خبرونه