قزاقستان خپل ليكدود بدل كړ!

قزاقستان په يو بې ساري اقدام كې خپل كريل `` روسي`` ليكدود په لاتيني `` انګليسي`` ليكدود باندې بدل كړ.

قزاقستان خپل ليكدود بدل كړ!

 

 

ددې هېواد د ولسمشر نور سلطان نظربايف د پلان له مخې ټاكل شوې ده چې تر ۲۰۲۵م كاله پورې په تدريجي ډول د هېواد كريل الفبا په لاتيني الفبا باندې بدله كړي.

د همدې موخې لپاره د لومړي ځل لپاره نن په لاتيني حروفو يوه ورځپاڼه هم خپره شوه.

ټاكل شوې ده چې په هېواد كې د ۲۰۱۸م كال د پيل سره سم درسي كتابونه په لاتيني حروفو وليكل شي. د قزاقي شپې لاتيني الفبا ټول ۳۲ حروف لري چې د ټولو غږونو د ترلاسه كولو په موخه په نظر كې نيول شي.



اړوند خبرونه