په ۲۲۰ زره ډالرو تاريخي چينايي پېسې

په ډنمارك كې د يوې مزايدې له لارې د چين د هېواد اړوند تاريخي پېسې په شاوخوا ۲۲۰ زره ډالرو وپلورل شوې.

په ۲۲۰ زره ډالرو تاريخي چينايي پېسې

 

په ډنمارك كې د يوې مزايدې له لارې د چين د هېواد اړوند تاريخي پېسې په شاوخوا ۲۲۰ زره ډالرو وپلورل شوې.

دا مزايده چې په پلازمېنه كوپنهاګن كې ترسره شوه، د چين د هېواد تاريخي پېسې چې ۱۶۴ كاله وړاندې چاپ شوې وې، د يو سوداګر لخوا په ۲۲۰ زره ډالرو وپېرودل شوې.

دا پنځوس چينايي پېسې چې په ۱۸۵۴م كال كې چاپ شوې وې، په ۱۹۰۰م كال كې له چينه د يو ډنماركي د ليدنې پرمهال هېواد ته راوړل شوې وې.

دا لومړى ځل دى چې تاريخي پېسې په دومره لوړه بيه خرڅيږي.


پيوندونه: تاريخي , پېسې , چين

اړوند خبرونه