په باجوړ کې په پاکستاني سرتیرو خونړی برید وشو

د پاکستان پوځ  ویلي دي چې د افغانستان له لورې ددوې په پوله ساتو ځواکونو  خونړی برید شوی دی.

په باجوړ کې په پاکستاني سرتیرو خونړی برید وشو

د پاکستان پوځ  ویلي دي چې د افغانستان له لورې ددوې په پوله ساتو ځواکونو  خونړی برید شوی دی.

د پاکستان د پوځ  ویاند  جنرال اصف غفور  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د باجوړ په سیمه کې د افغانستان له لورې نه  ددوې په پوله ساتو  خونړی برید وشو چې په پایله کې  دوو تنو سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د افغانستان سره په پوله کې د باجوړ په سیمه کې  د قایم په نامه  په امنیتي پوستې  برید وشو چې په پایله دوه تنه سرتیري مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ترهګرو لخوا په امنیتي پوستې د برید نه وروسته  پاکستاني پوله ساتو  په ځوابي بریدونو لاس پورې کړ چې په ترڅ کې د ۸ نه تر لسو تنو ترهګر له منځه وړل شوي دي.

همداشان  ځیني ترهګر په تیښته  بریالي شو. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  پدې برید کې  یو تن افسر کپټان جنید  او سرتیري  رهام  ژوند د لاسه ورکړی  او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ  ویاند  ویلي دي چې  پاکستاني سرتیري  په افغانستان کې د امنیتي تشې  بدل  ورکوي. هغه ویلي دي چې افغانستان باید پدې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي. ځکه چې پاکستان  پدې برخه کې ډیر څه کړي دي. 



اړوند خبرونه