پاکستان  د امریکا په مقابل کې  ګام اوچت کړ.

پاکستان  د امریکا سره  د استخباراتو شریکول  ودرول.

پاکستان  د امریکا په مقابل کې  ګام اوچت کړ.

پاکستان  د امریکا په مقابل کې  ګام اوچت کړ.

پاکستان  د امریکا سره  د استخباراتو شریکول  ودرول. همداشان  د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر  د امریکا نه  پاکستان ګواښولو ته  د پای ټکي ایښودو  غوښتنه وکړه.

امریکا  پاکستان  د ترهګرو نه په ملاتړ تورنوي  او د همدې امله يي  د نوموړي هیواد ۹۰۰ میلیونه ډالري  عسکري  مالي مرسته وځنډوله.

پاکستان  د امریکا ددې پریکړې په مقابل کې  د نوموړي هیواد سره  د استخباراتو شریکول  ودرول. د پاکستان د دفاع وزیر  دستګیر  وویل چې  د امریکا لخوا پر پاکستان د عسکري مرستو د درولو په مقابل کې پاکستان  هم  د امریکا سره  استخباراتي او عسکري همکاریو د درولو پریکړه وکړه.

هغه په  امریکا  غږ وکړ چې پاکستان ته د ګواښونو نه لاس واخلي. پاکستان  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  د خپل مسئولیت نه هم ډیر څه کړي دي. امریکا هم باید خپل مسئولیت  پر ځای کړي.

هغه  زیاته کړه  که چیرې  امریکا په سیمه کې  د ترهګرۍ پر وړاندې  بریالۍ  مبارزه  پر مخ وړي  دا ټول د پاکستان  له برکته دي. د پاکستان د مرستو او همکارۍ له برکته  د القاعده ترهګرې ډلې ریښې د سیمې نه  پاکې شوي دي.

د پاکستان  د دفاع وزیر ویلي دي چې امریکا  غواړي چې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ  پړه پر پاکستان واچوي. امریکا په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو  د مصروفولو سره  سره  د ناکامۍ سره  مخامخ  دی.

د ویلو ده چې واشنګټن  د روان میلادي کال د جنوري په ۵ مه نيټه  د پاکستان سره  د ټولو عسکري مالي مرستو د ځنډولو  پریکړه وکړه. امریکا  ویلي  تر کومه  چې پاکستان  په هیواد کې د ټولو  ترهګرو ډلو پر خلاف  ښکاره او غوڅه  مبارزه  پیل نکړي  دې هیواد ته به هیڅډول  مالي مرستې ورنکړي.



اړوند خبرونه