د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت د کوهاټ په سیمه کې چاودنه وشوه.

په کوهاټ کې چاودنه وشوه

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت د کوهاټ په سیمه کې چاودنه وشوه.

د پاکستان  د خیبرپښتونخوا  ایالت د بنو  په سیمه کې چاودنه وشوه.

د پاکستان نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  چاودنه  د بنو   ښار  د چونګي  به سیمه کې  شوې ده .

چاودنه پر پولیسو  شوې ده . په پيښه کې د پولیسو په ګډون  ۴ تنه وژل شوي  او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

ټپیان د درملنې په خاطر نږدې روغتونونو ته  انتقال شوي دي.

د پاکستان نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  چاودنه  د بسونو د یو تن تم ځای ترڅنګ  د پولیسو د موټر تر څنګ شوې ده .

ویل کیږي چاودنه  ډیره زوروره وه چې له امله يي  شاوخوا  ودانیو هیندارې  ټولې ماتې شوي دي.

د سیمې  د روغتون  چارواکیو  ویلي دي چې  پدې پيشه کې  ۴ تنه پولیس وژل شوي دي  او  د ملکي وګړو په ګډون ۱۳ تنه  ټپيان شوي دي.

د ټپیانو نه د بعضو روغتیايی حالت  د اندیښنې وړ  دی.

پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چاودنه  د ریموټ کنټرول په واسطه  شوې ده . د برید  اصلي هدف  د پولیسو  موټر  وو.


پيوندونه: چاودنه , کوهاټ , پاکستان

اړوند خبرونه