په پاکستان کې پر امنیتي پوستې ځانمرګي بریدونه وشول

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په ښار کې  پر یوې امنیتي پوستې غبرګ ځانمرګي بریدونه شوي.

په پاکستان کې پر امنیتي پوستې ځانمرګي بریدونه وشول

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په ښار کې  پر یوې امنیتي پوستې غبرګ ځانمرګي بریدونه شوي.

د بلوچستان ایالت  د ځايی چارواکیو په وینا  دا پیښه  تیره شپه په ناوخته  ساعتونو کې 

د مستونګ ښار د کهد کوچه په سیمه کې  د امنیتي ځواکونو په پوستنې دوه پر له پسې ځانمرګي  بریدونه  وشول.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې  ۳ تنه سرتیري مړه  او ۳  تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښې نه وروسته  ګن شمیر امبولانسونه  او امنیتي ځواکونه  سیمې ته راورسیدل.

سیمه  محاصره او د بل احتمالي برید په خاطر  امنیتي ځواکونه لاس په ماشه ولاړ وو.



اړوند خبرونه