حوثي یاغیانو  یو ځل بیا پر سعودي عربستان  د توغندي  برید وکړ.

حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د زهران الجنوب په ښار د توغندي برید وکړ

حوثي یاغیانو  یو ځل بیا پر سعودي عربستان  د توغندي  برید وکړ.

 

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې  حوثي یاغیانو  د یمن  د خاورې نه  د سعودي عربستان  زهران الجنوب  د ښار اړوند  په یو کلي  د توغندي برید کړی دی.

ویل کیږي  پدې پيښه کې یو جومات، د ملکي وګړو ګن شمیر کورونو او هټۍ ګانو  زیان  لیدلی دی.

د سعودي عربستان  د ملکي خوندیتوب د ادارې  یو تن چارواکي  د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ته ویلي دي چې  پدې پیښه کې د مالي زیانونو سربیره چا ته ځاني زیان  ندی اوښتی.

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو  د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۱۴ مه نیټه  د یمن په مشروع حکومت  د کودتا کولو  نه وروسته  د پلازمینې صنعا په ګډون  یو زیات شیمر سیمې ونیولې.

همداشان د یمن مشروع حکومت  بیا  د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیجو هیوادونو نه  د مرستې غوښتنه وکړه.

سعودي عربستان  د خلیجو هیوادونو سره په ګډه د یو ایتلاف په جوړولو سره  د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې  په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه کوي.

حوثي یاغیان چې د ایران  قوي ملاتړ تر شا لري وخت نا وخته  د سعودي عربستان په خاوره  راکټي ، توغندیو او بالستیک توغندیو بریدونه کوي.

د ویلو ده چې  د حوثي یاغیانو  ډیری بریدونه  د سعودي عربستان  د دافع هوا سیستمونو لخوا په هوا کې شنډیږي خو  ځینې وخت  مرګ ژوبله هم رامنځته کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې هم  حوثي یاغیانو په سعودي عربستان  د بالستیک توغندیو برید کړی وو چې  د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا  په هوا کې له منځه وړل شوی وو.  خو  د شنډ شوو توغندیو  پارچه  په سعودي عربستان کې ۳۱ تنه ټپیان کړي وو.



اړوند خبرونه