ایران  د عراق په خاوره  د توپچي  بریدونه وکړل.

ایران د تیرې یوې میاشتې په دننه کې د دویم ځل لپاره د عراق په خاوره د توپچي بریدونه وکړل

ایران  د عراق په خاوره  د توپچي  بریدونه وکړل.

 

د ایران وسله والو ځواکونو  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې تر کنټرول لاندې  د اربیل ولایت  د سیده کان  په سیمه  د توپچي بریدونه وکړل.

د ایران د کوردستان ډیموکراټ ګوند د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې ایراني ځواکونو  د ایران عراق په پوله کې د اربیل ولایت د سیده کان  په سیمه کې  ددوې پر کمپونو د توپچي  بریدونه کړي دي.

په بیان کې راغلي دي د توپچي په بریدونو کې چاته  ځاني زیان ندی اوښتی .

د ویلو ده چې  ایراني ځواکونو د سپټمبر د میاشتې په ۸ مه نيټه هم  د ایران د کوردستان ګوند اړوند  پر کمپونو  بریدونه کړي وو چې په پایله کې د یاد شوي ګوند  د ځینو جګپوړو چارواکیو په ګډون  ۱۶ تنه وژلي  او تر ۴۰ تنو ډیر يي ټپیان کړي وو.

د ویلو ده چې  د ایران  کوردستان ډیموکراټ ګوند  په ایران کې د ترهګریز ګوند په توګه د یادیږي. یاد شوی  په ۱۹۹۱ کال کې د ایران نه د وتو نه وروسته  د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي حکومت  تر کنټرول لاندې  د ایران سره په پوله کې  فعالیت کوي. یاد شوي  ګوند  د اربیل اړوند  په غرنیزو  سیمو کې  کمپونه  جوړل کړي دي.



اړوند خبرونه