ایران : اسراییل دومره ندي چې د ایران لپاره تهدید تشکیل کړي

د ایران د سپاه پاسداران  د ځواکونو  قومندان حسین سلامي اسراییل وګواښل. هغه وویل چې صهیونیست  رژیم به هیڅکله هم بریالی  نشي.

ایران : اسراییل دومره ندي چې د ایران لپاره تهدید تشکیل کړي

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې  حسین سلامي  دا څرګندونې  اردو  سره په داوطلبه توګه  یو ځای شوو ځواکونو ته په وینا کې وکړې. هغه  وویل چې اسراییل داسې یو ځواک  ندی چې زمونږ لپاره تهدید تشکیل کړي. یواځې د حزب الله ډله  د اسراییلو د لمنځه وړو لپاره کافي ده . یواځې د حزب الله ډله د اسراییلو د لمنځه وړو په خاطر کافي طاقت او ځواک نه برښمنده ده. هغه وویل چې  اسراییلو په اصل کې د ایران په مسله کې ټولې نړۍ ته  فریب ورکړی دی.

حسین  سلامي  امریکا  په منځني ختيځ کې په سیاسي بد اخلاقیو  تورنه کړه او وویل چې  دې هیواد د منځني ختیځ لپاره  ۷ تریلیونه ډالره  بودیجه  ځانګړې کړې خو  له نیکه مرغه چې د سختې ماتې سره  مخامخ  شوی دی.

هغه وویل په سیمه کې د ایران  اغیزې  سره ددې چې کومه عسکري هډه هم نلري  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي.

هغه  د اسراییلو په اړه په خپله وینا کې وویل « زه د صهیونیست رژیم  لومړي وزیر ته په مدیترانه سمندر کې د لمبو د زده کولو  وړاندیز کوم  ځکه چې  دوې به هیڅکله هم  بریالي نشي. »

د یادولو وړ ده چې  د اسراییلو  لومړي وزیر نتنیاهو  د ملګروملتونو سازمان په سږنۍ عمومي مجمع کې هم  په خپله وینا کې  تر ټولو زیات  د ایران پر خلاف  تبلیغ وکړ. هغه وویل چې  په سوریه  او عراق کې به د ایران پر خلاف لا زیات اقدامات ترسره کړي. هغه  د ځینو انځونو په ښودولو سره ویلي وو چې ایران  دلته پټ اټومي تاسیسات  جوړ کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر  جواد ظریف بیا د اسراییلو د لومړي وزیر ددې څرګندونو او ادعاګانو نه د یوې سیاسي نندارې په توګه یادونه کړې وه او ویلي وو چې  اسراییل باید  د هر څه نه مخکې پخپله  د ترسره کړو جنایتونو په اړه نړۍوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

جواد ظریف  ویلي وو چې  اسراییل نن ورځ په سیمه کې  په پټه او غیرې قانوني توګه د اټومي وسلې  او پروګرام  خاوند یواځنی رژیم  دی  او دا حقیقت  پدې ډول سیاسي نندارو پټولی نشي. ددې وخت رارسیدلی دی چې  اسراییل باید خپل غیرې قانوني اټومي تاسیسات  د نړۍوالې ټولنې پر مخ  پرانیزي.



اړوند خبرونه