افغانستان وېسټ اندېز ته ماتې وركړه!

د افغانستان د كرېكټ ملي لوبډلې د نړيوال جام د سوپر – ۶ د سياليو په لړ كې د وېسټ اندېز هېواد ته تاريخي ماتې وركړه.

افغانستان وېسټ اندېز ته ماتې وركړه!

 

 

پدې ډول افغانستان په ګروپ كې د عمومي نمرو  پر اساس د هانكانګ او نيپال له لوبډلو مخكې شو.

پدې سيالو كې چې وېسټ اندېز پچه ګټلې وه خو يواځې پدې وتوانېد چې  د ۸ وېكټو د لاسه وركولو سره ۱۹۸ منډې جوړې كړي.

پدې سياليو كې مجيب الرحمان درې وېكټې او محمد نبي ۲ وېكټې وګټلې.

د افغانستان د بېټنګ پر مهال رحمت شاه او سميع الله شينواري ښه لوبه وكړه چې رحمت شاه ۶۸ منټې او سميع الله شينواري ۲۷ منډې وكړې.

پدې ډول افغانستان د ۷ وېكټو په بايللو سره د رقيب هدف پوره كړ. پداسې حال كې چې ۱۴ بالونه لا پاتې و.



اړوند خبرونه