اسراییلي ځواکونو  داځل  د عرب اسرایلیانو د کورونو په ورانولو  پیل کړی .

په اسراییلو کې میشت عربان هم د اسراییلو د ظلمونو نه په امان کې ندي

اسراییلي ځواکونو  داځل  د عرب اسرایلیانو د کورونو په ورانولو  پیل کړی .

اسراییلي ځواکونو  داځل  د عرب اسرایلیانو د کورونو په ورانولو  پیل کړی .

اسراییلي  ځواکونو  د نوموړي هیواد په شمال کې د قلنسوه  په سیمه کې  د عرب اسرایلیانو اړوند  ۱۱ کورونه  وران  کړل.

فهد مخلوف  د سیمې یو تن اوسیدونکي  چې کور يي د اسراییلي سرتیرو لخوا  وران شوی وو د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې اسراییلي سرتیرو  دده سربیره  د  ۱۱ تنو کورونه  وران کړل. هغه وویل چې اسراییلي سرتیرو  ددې په بهانه  چې  قانون اسناد  نلرۍ  زمونږ  کورونه  ویجاړ کړل.

هغه وویل چې  اسراییلو حکومت نه غواړي چې  عربان  په اسراییلو کې ژوند وکړي. هغوې په یوې بهانې او بلې بهانې  مونږ  د خپلې خاورې  او خپلو کورونو نه  وباسي.

اسراییلو  دا کورونه  څو ورځې مخکې  په بیت المقدس کې  په اسراییلي سرتیرو  د لارۍ پر مټ  د برید نه وروسته  وران کړل .

د رسمي  شمیرو له مخې  اسراییل  ۸ عشاریه ۵ میلیونه نفوس لري چې ۲۰ سلنه يي عربان  تشکیلوي.

په اسراییلو کې  ۱ میلیون او ۴۰۰ زره تنه عربان  ژوند کوي.


پيوندونه: اسراییل

اړوند خبرونه