سعودي عربستان  د عمرې  مالیه لوړه کړه

سعودي عربستان یو ځل بیا د عمرې مالیه لوړه کړه

سعودي عربستان  د  عمرې  مالیه  لوړه کړه

سعودي عربستان  په عمرې  نوې  مالیه ولګوله.

د سعودي عربستان  د حج او اوقافو  وزارت  د نوې پریکړې له مخې  نوې مالیه په هغه  زیارت کوونکو  لګول کیږي چې تیر کال يي  د عمرې زیارت کړی وي او سږ کال غواړي چې  یو ځل بیا عمرې زیارت وکړي.

د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت ویلي دي هغه  کسانو چې  په ۲۰۱۶ کال کې د عمرې زیارت کړی وي  سږ کال عمرې زیارت ته د تګ پر مهال  ترینه  ۵۴۰ ډالره اضافه مالیه اخیستل کیږي.

د سعودي عربستان د حج او اوقاتو د وزارت دې پریکړې  د سیاحتي نماینده ګیو  ، لویو لویو هوټلونو او ګرځندوی  د سکتور  سخت غبرګون پارولی دی.

سعودي عربستان  د سیاحتي نماینده ګیو او هوټلونو استازي وايي چې  ددې پریکړې سره به ددوې سکتور ته  ستره  ضربه  ورسیږي.



اړوند خبرونه