په عراق كې نوى پيل

د عراق په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې لخوا د خپلواكۍ په اړه د غير مشروع ټولپوښتنې نه شاوخوا يوه مياشت تېريږي.

په عراق كې نوى پيل

 

 

د عراق په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې لخوا د خپلواكۍ په اړه د غير مشروع ټولپوښتنې نه شاوخوا يوه مياشت تېريږي. ددې غير مشروع ټولپوښتنې پايلې د كردانو د سيمه ايزې ادارې د پياوړي پخواني مشر مسعودي بارزاني د سياسي ژوند پاى ته رسېدلو په بدل تمامې شوې.  د عراق مركزي حكومت د كردانو سيمه ايزه اداره دې ته اړه كړه چې خپل سرحدونه د ۲۰۰۳ كال پر مهال سيمو ته په شا كړي. د كردانو د سيمه ايزې ادارې مشر مسعود برزاني چې يو كال وړاندې يې د خپلواكې سيمې ادعا كوله اوس يې حتى خپل سياسي واك هم له لاسه وركړ.

په عراق كې د خپلواكۍ ټولپوښتې جدي سياسي پايلو لپاره لار پرانيستله. د عراق په شمال كې د خپلواكۍ غير مشروع او غير منطقي غوښتنه د تركيې او ايران په كلك ملاتړ د عراق د مركزي حكومت لخوا په اوبو لاهو شو. د كركوك په ګډون ځينې جنجالي سيمې يو ځل بيا د عراق د مركزي حكومت پورې وتړل شوې. د كردانو په سيمه كې هوايي ډګرونه او سرحدي دروازې له سره مركزي حكومت ته وسپارل شوې. مثلاً د تركيې په سوېل كې د عراق سره هابور سرحدي دروازه د اوږدو كلونو وروسته يو ځل بيا د مركزي حكومت د ځواكونو تر كنترول لاندې راغله همداراز د عراق – سوريې ترمېنځ په ګډه پوله هم د مركزي حكومت سرتيري ځاى پر ځاى شول. د تهران لخوا په هېواد كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پژاك پر وړاندې د مسماحې د سياست له امله د تركيې او ايران ترمېنځ اړيكې ترينګلې وې. د همدې ټولپوښتنې په پايله كې دواړه هېوادونه يو بل ته ډېر نږدې شول. سربېره پر دې شاوخوا يو كال وړاندې د عراق او تركيې ترمېنځ د بعشيقه په نامه د تركيې د نظامي هډې پر سر اړيكې ترينګلې وې چې د همدې ټولپوښتنې په پايله كې بغداد او انقره يو ځل بيا سره نږدې شول. عراقي او تركي مشرانو پياوړى اتفاق رامنځته كړ.

اوس په سيمه كې حالت دې سرحد ته را رسېدلى دى چې په شمال كې د كردانو سيمه ايزې ادارې د ۲۰۰۵م كال راهيسې د اساسي قانون برخلاف لاندې كړې سيمې بېرته مركزي حكومت ته وسپاري. په لومړي سر كې يې د كركوك اداره او ورسره جوخت يې د نفتو هغه كوهيان چې د كردانو لپاره اساسي اقتصادي سرچينه وه، له لاسه وركړل. د كركوك له سيمې د استخراج شوو نفتو عوايد پر كردانو بند شول. ددې ترڅنګ د ۱۹۹۰يمو كلونو راهيسې په سرحدي دروازو كې د ګمركي عوايدو لارې چارې هم مركزي حكومت ته وسپارل شوې چې دا له اقتصادي پلوه د كردانو د سيمه ايزې ادارې لپاره لوى سرخوږى رامنځته كوي. د عراق په اساسي قانون كې د كركوك د موقف په اړه ۱۴۰مه ماده چې يو شمېر جنجالونه يې را برسېره كړي ول، اوس لغوه كيږي. حتى داسې اټكل كيږي چې بغداد د يو بل مهم ګام سره د كردانو د سيمه ايزې ادارې خودمختاريت هم لغوه كړي.

يو بل مهم جنجال بيا په شمال كې د كردي سياسي ګوندونو ترمېنځ هم رابرسېره شوى دى. په سيمه كې د بارزاني او طالباني كورنۍ چې د سياسي نفوذ نه برخمنې دي د غير مشروع ټولپوښتنې پر سر اوس د يو بل سخت مخالفين دي. په عراق كې د حاكم نظام د بيا ټينګښت په موخه روانه مجادله به ددې هېواد پر ثبات باندې ناوړه اغېزه وكړي. حتى د كردانو د سيمه ايزې ادارې احتمالي تجزيه هم ددې پلان يوه برخه ده.

د روان ميلادي كال د نوامبر مياشت د كردانو د سيمه ايزې ادارې لپاره تر ټولو سخته موده وه. هېچا باور نه كولو چې پر عراق باندې د امريكا د ۱۴ كلن يرغل پر مهال د كردانو لخوا ترلاسه شوي سياسي لاسته راوړنې په يوې مياشت كې بېرته له لاسه ووځي.  په عراق كې د مذهبي او نژادي تاوتريخوالي له امله د ملي يووالې مسئله تل جنجالي وه خو د كردانو لخوا د خپلواكۍ د  ټولپوښتنې پر وړاندې د ټولو عراقيانو يو ځاى كېدل كېداى شي چې د ملي يووالي مسئله تر يو حده لا پياوړې شي. په راتلونكې كال كې په عراق كې ټاكنې ترسره كيږي. داسې اټكل كيږي چې د ټاكنو چاپېريال به هم د غير مشروع ټولپوښتنې د پايلو تر سيوري لاندې راشي. د عراق اوسنى لومړى وزير حيدر العبادي به د كردانو پر وړاندې خپل برياليتوب د ټاكنو په كمپاينونو كې وكاروي او د عراق د يووالي لپاره به كمپاين وكړي. ځكه چې هم عراق او تركيه او ايران د عبادي سره ورته غوښتنه لري.

په راتلونكو ورځو كې به د تركيې – عراق ترمېنځ اړيكې او دوه اړخيزه همكاري نوره هم پراختيا ومومي. ځكه چې تركيې د عراق د مركزي حكومت لخوا د ملي حاكميت د بيا تاسيس له بهيره پوره ملاتړ وكړ. د دواړو هېوادونو ترمېنځ په ځانګړي توګه د ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر كې په همكاري نوره هم پياوړې شي.  تركيه د عراق له مركزي حكومته هيله لري چې په هېواد كې دننه د پې كا كا د ترهګرې ډلې د منسوبينو او كمپونو پر وړاندې پراخه او عملي ګامونه پورته كړي.  عراقي چارواكي هم ورته هيله لري خو د دواړو هېوادونو ترمېنځ د حقيقي همكارۍ د بيا پيل لپاره وعدې كافي نه دي.  دواړه هېوادونه بايد عملي ګامونه هم پورته كړي.



اړوند خبرونه