د اسراييلو لخوا د سعودي له مفتي نه قدردانى او بلنه!

د سعودي عربستان نامتو مفتي عبدالعزيز آل الشیخ ته اسراييلو بلنه وركړه تر څو د دوى له هېواده رسمي ليدنه ترسره كړي.

د اسراييلو لخوا د سعودي له مفتي نه قدردانى او بلنه!

 

 

عبدالعزيز آل الشیخ  وروسته له هغه د اسراييلي مقاماتو د پام وړ وګرځېد چې پر اسراييلو باندې يې بريدونه غير مشروع  وبلل او له حماس نه يې د يوې ترهګرې ډلې په توګه يادونه وكړه.

د اسراييلو د اړيكو وزير ايوب كارا څرګنده كړه چې د سعودي عربستان د مفتي او د علماو د پلاوي د مشر عبدالعزيز آل الشیخ د څرګندونو له امله مننه كوي. نوموړي زياته كړه چې آل الشیخ ته ددې جسارت له امله مباركي وايي او نوموړي ته بلنه وركوي چې له اسراييلو ليدنه وكړي.

حماس ترهګره ډله ده.

مفتي عبدالعزيز آل الشیخ په عربستان كې يو ټلويزيوني كانال سره په ټيلفوني مركه كې د يوې پوښتنې په ځواب كې چې د مسجد الاقصى په اړه وه، وويل چې حماس ترهګره ډله ده او د اسراييلو سره جګړه جايزه نه ده. د نوموړي په وينا د حزب الله په وړاندې د اسراييلو سره د همكارۍ پر چارو بايد غور وشي.

دا لومړى ځل دى چې د سعودي عربستان تر ټولو مهم ديني مشر د اسراييلو سره جګړه ناجايزه او حماس ترهګره ډله بولي.



اړوند خبرونه