پر امريكا باندې د تركيې سختې نيوكې

تركيې د امريكا د متحدو ايالتونو هېواد له ترهګرۍ په ملاتړ تورن كړ.

پر امريكا باندې د تركيې سختې نيوكې

 

په سوريه كې د پې كا كا د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي سره د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د دوامدارې د نظامي او تخنيكي مرستې له امله تركيې سخت غبرګون وښود.

په همدې لړ كې  د تركيې د ډيپلوماټيكي مقاماتو لخوا په انقره كې د امريكا د متحدو ايالتونو شارژدافر د بهرنيو چارو د وزارت مقر ته را وغوښتل شو تر څو د تركيې ناراحتي ورسره شريكه كړي.

امريكايي شارژدافر فليپ كاسنت ته په سوريه كې د پې واى ډي د ترهګرې ډلې د ځواكونو نه د امريكايانو لخوا د `` شمالي اوردو`` په توګه د يادونې له امله د تركيې ناراحتي په رسمي توګه څرګنده شوه.

ددې ځواكونو شاوخوا ۷۰ سلنه چې د امريكا د ځانګړو ځواكونو لخوا روزل كيږي، د پي واى ډي د ترهګرې ډلې غړي دي.



اړوند خبرونه