په مصر کې محکمې  ۵۱ تنه  د کودتا مخالفین  په ۱۵  کلونو بند  محکوم کړل.

په مصر کې محکمې په لسګونو تنه د کودتا مخالفین په بند محکوم کړل

په مصر کې محکمې  ۵۱ تنه  د کودتا مخالفین  په ۱۵  کلونو بند  محکوم کړل.

په مصر کې محکمې  ۵۱ تنه  د کودتا مخالفین  په ۱۵  کلونو بند  محکوم کړل.

د نوموړو  ۵۱ تنو د مدافع د وکیلانو د هیت  استازي  خالد القومي  خبري رسنیو ته وویل چې  یاد شوي  کسان  په ۲۰۱۳ کال کې  د پوځ لخوا  د محمد مرسي له واکه د لرې کولو او کودتا  نه وروسته  د المینا  په ښار کې  د کودتا پر خلاف د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوي وو. نوموړي کسان د محکمې لخوا په غیاب کې په ۱۵ کلونو بند محکوم کړی  شول.

خالد القومي وویل چې محکمې  نوموړي ۵۱ تنه هر یو په ۱۵ کلونو بند  او شاوخوا ۱۱ امریکايي ډالرو نقدي جزا محکوم کړل .  

هغه وویل چې  د محکمې په پریکړه به اعتراض وکړي. د مصر د قوانینو له مخې  تورن کسان کولی شي چې  د ۳۰ ورځو په دننه کې د محکمې په پریکړه اعتراض وکړي او تمیز طلبه شي.

د بله پلوه  نوموړي کسان  په غیاب کې  محاکمه شوي دي. د نیول کیدو په صورت کې باید  له سره  محاکمه شي.


پيوندونه: مخالفین , کودتا , مصر

اړوند خبرونه