قطر د امنیت شورا ته د متحده عربي اماراتو نه شکایت وکړ

قطر وايي چې د متحده عربي اماراتو جنګي الوتکو ددې هیواد په هوايي حریم تیری کړی دی

قطر د امنیت شورا ته د متحده عربي اماراتو نه شکایت وکړ

د قطر  د متحده عربي اماراتو نه  د ملګروملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړ.

قطر ویلي دي چې  متحده عربي اماراتو  جنګي الوتکې ددې هیواد په هوايي حریم  تیری کړی  .

قطر  د امنیت شورا سربیره  د ملګروملتونو سازمان سرمنشي ګوتریس ته هم  د شکایت یوه کاپي استولې ده .

قطر  په شکایت لیک کې  ویلي دي چې  متحده عربي اماراتو  جنګي الوتکې  ددې هیواد د هوايي حریم  د اخلال سره  د قطر ارضي تمامیت، پولې  او پدې اړه ټول نړۍوال قوانین د خپو لاندې کړي دي.

قطر په شکایت لیک کې ویلي دي چې  ددې عمل د تکرار په صورت کې به  قطر نړۍوالو قوانینو په رڼا کې د خپلې خاورې، ارضي تمامیت او ملي امنیت نه د دفاع په خاطر  لازم ګامونه اوچت کړي.

د ویلو ده چې دا معلومه نده چې  متحده عربي اماراتو جنګي الوتکې څه وخت  د قطر په هوايي حریم  تیری کړی دی.

متحده عربي اماراتو  بیا  د مسلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د یادولو وړ ده چې  د تیر میلادي کال د جون په پنځمه نیټه  د سعودي عربستان په مشرۍ متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین  قطر د ترهګرو ډلو او ایران نه په ملاتړ  تورن کړ  او ددې هیواد سره  ډیپلوماتیکي اړیکې وشلولې. همداشان  نوموړو هیوادونو د قطر پر مخ خپلې مځکنۍ، هوايي او سمندري پولې وتړلې.



اړوند خبرونه