" معتدل لوېديځ" ته اړتيا

وى آفتونه ځينې وختونه خلكو د عبرت لوى درسونه هم وركوي. پدې چوكاټ كې د سوريې د كورنۍ جګړې له امله د روان ناورين د عبرت درس د نړۍ د ټول بشريت وجدان ته متوجه دى.

" معتدل لوېديځ" ته اړتيا

د تركيې نړيوال لېدلورى – ۱۰

 

" معتدل لوېديځ" ته اړتيا

 

لوى آفتونه ځينې وختونه خلكو د عبرت لوى درسونه هم وركوي. پدې چوكاټ كې د سوريې د كورنۍ جګړې له امله د روان ناورين د عبرت درس د نړۍ د ټول بشريت وجدان ته متوجه دى. د عربي پسرلي په نامه سياسي بهير تر سياسي فشار لاندې د ټولنو پر جوړښت باندې ژوره اغېزه وكړه.  سوريه هم له دې مستثنى نه وه. د سوريې ولس د لسګونو كلونو سياسي فشار او ديكتاتوري رژيم پر وړاندې د سر پورته كولو سره سم ددې رژيم د ځپلو سره مخامخ شو.

د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

 

اروپا د خپلو ارزښتونو په آزموينه كې پاتې راغله.

په سوريه كې كورنۍ جګړه هغه مهال پراخه شوه چې د ايران نظامي ملېشو د حزب الله په ملاتړ د بشار اسد د له رژيم سره مرسته پيل كړه. وروسته بيا د روسيې لخوا د بشار اسد د رژيم پر پلوۍ په جګړه كې ګډون د سوريې كړكېچ نور هم ژور كړ. پدې بهير كې د لوېديځو هېوادونو بې پلانه او ګډوډ سياست هم ددې سبب شو چې د جګړې پر مهال سلګونه زره كسان ووژل شي او په ميليونونو نور يې ګاونډيو هېوادونو ته كډوالۍ ته اړ شي.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو خو اروپا ته د سوري كډوالو تر ورتګ وړاندې د سوريې د كړكېچ په اړه چوپه خوله ول. د اروپا دروازو ته د كډوالو د رسېدلو سره سم ددې هېوادونو لخوا د كډوالو پر وړاندې غير عادلانه دريځ د بشريت پر وجدان توره ټاپه ده. اروپايانو چې پخوا د پلوراليزم، بشري حقونو، ګډ ژوند، مساواتو، آزاد ژوند او ورته نورو شعارونو سره خپل ارزښتونه نورې نړۍ ته تبليغول، د كډوالو پر وړاندې  د خپلو ارزښتونو په حقيقي آزموينه كې پاتې راغلل.  د سوريې د كړكېچ د آواري په برخه كې د اروپايانو يواځينۍ اندېښنه خپلو هېوادونو ته د سوريې د كډوالو د راتګ مخنيوى دى. پدې چوكاټ كې د تركيې په ساحلونو كې د آيلان په څېر د ماشوم كډوال د بې روحه بدن تر موندل كېدلو وروسته د تش په نامه اروپايي ارزښتونو  د جنازې سره يو ځاى خاورو ته وسپارل شو.

تركيې د اروپا ديموكراسۍ ته خدمت وكړ.

كه چېرې د تركيې، لبنان او اردن هېوادونو هم لكه د اروپايي هېوادونو په څېر خپلې دروازې د بشريت او كډوالو پر وړاندې تړلى واى نو تاسې به ليدلي ول چې په ميليونو كډوالو د اروپايي ټولنې د هېوادونو دروازې ټكولې. كه چېرې دا ميليونونه كسان اروپا ته ننوتلي واى ددې هېوادونو لپاره به يې څومره ستونزې رامنځته كړې واى؟ اوسمهال چې ډېر كم شمېر سوري كډوال په اروپايي هېوادونو كې مېشت دي، ددې هېواد د سياستوالو او توكمپاله ډلو د سخت غبرګون سره مخامخ دي. په اروپا كې د همدې لږو كډوالو له امله توكمپاله او نازي سياسي حركتونه مخ پر لوړه روان دي. كه چېرې په ميليونونو كډوال اروپا ته تللي واى نو ددې هېوادونو د ارزښتونو سيستم به له منځه تللى واى.

تركيې تر اوسه پورې د ۳،۵ ميليونو سوري كډوالو لپاره خپله غېږه پرانيستې ده. د تركيې د حكومت لخوا د `خلاصي دروازې` د سياست سره سره د اقتدار د ګوند د رايو كچه په هرو ټاكنو كې لوړيږي. دا پدې معنى ته چې تركان هېڅكله د سوريې د كډوالو د راتګ سره ستونزه نه لري.  يواځې د تركيې په سوېل كې د كيليس په نامه كوچني ښار كې دومره سوري كډوال ځاى پر ځاى شوي دي چې د اروپايي ټولنې د يو زيات شمېر هېوادونو لخوا د منل شو كډوالو نه يې شمېره لوړه ده. د اروپايي ټولنې يو هېواد اعلان كړى و چې يواځې د ۱۳۰ سوري كډوالو منلو ته تيار دي.  د كيليس والي ورته د يو تاريخي ځواب په ترڅ كې ويلي و چې `` هغه هېواد دې ځان نه په زحمتوي. زه دومره كسان په خپل كور كې هم ساتلى شم.``

په اروپا كې بيا سياسي ګوندونه د كډوالو خلاف، اسلام دښمنه او د بهرنيانو  پر وړاندې د دښمنۍ د سياستونو سره هڅه كوي چې خپلو رايو كچه لوړه كړي. په اتريش كې د `` صفر كډوال`` د ټاكنيزې وعدې سره سم يو سياسي ګوند ټاكنې وګټلې. په يو زيات شمېر اروپايي هېوادونو كې فاشيستي او نازي ګوندونه د پراختيا په حال كې دي. لوى ګوندونه هم د دوى سره د رقابت په موخه خپل سياستونه داسې جوړوي چې د توكمپالو فاشيستانو سره يې توپير نه وي. د اروپايي ټولنې دا كړكېچ د بشريت لپاره لوى ګواښ دى. كه چېرې اوس هم د اروپايي هېوادونو په ټاكنو كې ښكاره فاشيست ګوندونه نشي كولاى چې اقتدار ترلاسه كړي، دا د د كډوالو په برخه كې د تركيې د هلو ځلو او فداكارۍ له بركته دي.

كه مو پام كړى وي د خليج شتمن عربي هېوادونه او ايران تر اوسه پورې هېڅ يو سوري كډوال ته هم ځاى نه دى وركړى. پدې اړه تاسې په خپله قضاوت وكړئ.

د زيتون د څانګې پر خلاف ناسم پروپاګند

په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې د ماتې خوړولو سره سره نړيوال زبرځواكونه ددې هېواد د كړكېچ د آوارولو پر ځاى د ژورتيا لپاره يې لمن وهي. له بده مرغه دا حالت يواځې د سوريې پورې اړه نه لري.  په عراق، افغانستان او لېبيا كې د `` نړيوال ايتلاف د ځواكونو `` تر نامه لاندې د نظامي مداخلې په پايله كې هېڅ يو هېواد هم ثبات په سترګو نه دى ليدلى. برعكس مرګونه، كډوالي او بلاخره وينې او اوښكې د بل هر وخت په پرتله زياتې شوي دي. د همدې امله ددې ډول كړكېچونو د حل لپاره د نړيوال ايتلاف پر ځاى  د سيمې د هېوادونو ايتلافونه هڅه وكړي چې ستونزه حل كړي. ځكه نړيوالو هېوادونو ته هېڅ ډول خطر نه رامنځته كيږي.  

په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې د اغېزې د پاى او د كورنۍ جګړې د پاى ته رسېدلو په دې شپو ورځو كې د امريكا متحدو ايالتونو د پې كا كا/ پي واى ډي د ډلو سره د پراخه مرستې وكړې او دوى ته يې د زرګونو لاريو په واسطه وسلې او مهمات وركړل. سربېره پر دې د امريكايي چارواكو هغه څرګندونې چې ګويا له ترهګرو ۳۰ زره كسيز سرحدي ځواك جوړوي، د تركيې په ګډون د سيمې د نورو هېوادونو برحقه غوسه راپارولې ده.  پې كا كا او پي واى ډي هغه ترهګرې ډلې دي چې په سيمه كې زرګونه كسان وژلي دي. كه چېرې د امريكا په سرحد كې د بن لادن د القاعدې له ډلې يوه اوردو جوړه شي نو د امريكا غبرګون به څه وي؟ د امريكا لخوا د تركيې په سوېلي سرحد كې د پي واى ډي له ترهګرو د اوردو جوړولو او له هغوى سره وسله وال مرسته كول هم  د تركيې لپاره هومره خطرناك دي لكه د امريكا په سرحد كې چې د القاعدې اوردو جوړه شي.  تركيې له خپل ځانه د دفاع، د سيمې د ثبات او ددې ترهګرې ډلې له منګولو د سيمې د ملكي وګړو د ژغونې په موخه د زيتون د څانګې تر نامه لاندې عمليات پيل كړي دي. د تركيې دا مشروع عمليات د ځينو كړيو لخوا په خصمانه ډول په منفي ډول كارول كيږي. د زيتون د څانګې د عملياتو تر ټولو مهمه موخه د سوريې د ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه ده. ځكه چې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې هڅه كوي چې د امريكا په ملاتړ د سوريې په شمال كې د مديترانې تر بحيرې پورې سيمه كې ګام په ګام خپلواكي اعلان  او پدې ډول سوريه تجزيه كړي.

 د ترهګرۍ پر وړاندې د تركيې عمليات د ځينو كړيو لخوا په مغرضانه ډول داسې وړاندې كيږي چې ګويا دا عمليات د كردانو پر وړاندې ترسره كيږي. لكه څرنګه چې د اسامه بن لادن پر وړاندې عمليات د عربانو پر وړاندې نه دي، همداسې  د ترهګرو پر وړاندې د تركيې عمليات هم د كردانو پر وړاندې نه دي. تركيه هېڅكله اجازه نه وركوي چې داسې ترهګرې ډلې ته خپل سرحدونه وسپاري چې لسګونه كلونه يې ترهګري فعاليت كړى وي. په سيمه كې د پې كا كا/ پي واى ډي ترهګرې ډلې تر ټولو زيات ظلمونه پخپله پر كردانو كړي دي.

پي واى ډي/ واى پي جي د خپل كنترول لاندې سيمو كې پر هغو كردانو، عربانو، غير مسلمو هېوادوالو او تركمنانو باندې ظلمونو كړي دي چې ددوى له سياستونو يې سرغړونه كړې ده. دا سرغړونه ددې سبب شوې ده چې ده چې په ميليونو كسان د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شي.  اوس اصلي پوښتنه دلته ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو په ملاتړ دا ترهګر ولې اجازه نه وركوي چې سلګونه زره كسان چې اوسمهال كډوال دي، بېرته خپلو كورونو ته ستانه شي.

دا جګړه به هم لكه د نورو جګړو په څېر يوه ورځ پاى ته ورسيږي. مهمه دا ده چې موږ څرنګه كولاى شو چې له دې جګړې لكه د نورو په څېر د عبرت درس واخلو.

 

 د موضوع په اړه مو د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل څرګندونې واورېدلې.

 

 



اړوند خبرونه