د سعودي په پلازمېنه رياض كې د چاودنو غږونه!

نن ماښام د سعود عربستان په پلازمينه رياض كې د درې زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د سعودي په پلازمېنه رياض كې د چاودنو غږونه!

 

 

د رسمي مقاماتو د معلوماتو پر اساس دا چاودنې د هغو توغنديو وې چې په يمن كې د حوثي جنګياليو لخوا د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض توغول شوي دي.

د سعودي عربستان د الاخباريه ټلويزيوني كانال څرګنده كړه چې توغول شوي توغندي د رياض په هوايي حريم كې د سعودي عربستان د هوايي دفاعي سيستم لخوا په هوا كې له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه پورې د موضوع په اړه رسمي مقاماتو څه نه دي ويلي.

د سعودي عربستان مقاماتو پخوا ويلي و چې د مارچ د مياشتې په ۲۵مه نېټه په يمن كې د حوثي جنګياليو لخوا پر سعودي باندې د بالستيكي توغنديو بريد شوى و چې د هوايي دفاعي سيستم لخوا محوه شو خو د ځينو چرو له امله يو تن مصري خپل ژوند له لاسه وركړى و.



اړوند خبرونه