د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان  د بالستیک توغندي برید وشو.

په سعودي عربستان یو ځل بیا د بالستیک توغندي برید وشو

د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان  د بالستیک توغندي برید وشو.

 د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان  د بالستیک توغندي برید وشو.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  حوثي یاغیانو  یو ځل بیا  د یمن نه  د سعودي عربستان  د جازان په ښار  د بالستیک توغندي برید وکړ.

د بله پلوه  د سعودي عربستان  په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند  ډګروال ترکي المالکي ویلي دي حوثي یاغیانو چې د ایران کلک ملاتړ تر شا لري  د سعودي عربستان د جازان په ښار د بالستیک توغندي برید وکړ چې په هوا کې شنډ کړی شو.

هغه ویلي دي چې  حوثي یاغیانو یو ځل بیا  په ملکي میشتو سیمو  د برید هڅه وکړه چې د سعودي عربستان د دفاع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډه  شو.

هغه ویلي دي چې  بالستیک توغندی په هوا کې  شنډ شوی  او له امله يي چاته  ځاني زیان ندی اوښتی.

هغه ویلي دي چې  تیره ورځ هم  د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان  د بالستیک توغندیو  درې بریدونه شوي وو چې ټول په هوا کې شنډ شول.

د ویلو ده چې  حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د مشروع حکومت پر خلاف کودتا وکړه  او د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې  ونیولې.

سعودي عربستان په مشرۍ  ایتلاف بیا  د یمن د مشروع ولسمشر په غوښتنه او بلنه  د ۲۰۱۵ کال  د مارچ په میاشت کې په  یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه پیل وکړه.



اړوند خبرونه