د یمن نه پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندي  برید وشو.

د یمن نه پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندي  برید وشو.

د یمن نه پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندي  برید وشو.

د یمن نه پر سعودي عربستان  د بالستیک توغندي  برید وشو.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  توغندی  د سعودي عربستان د جازان په ولایت کې غورځیدلی دی.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس  په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف د مبارزې د ایتلاف  د ویاند  ترکي المالکي  له قوله لیکلي دي ایران ملاتړو  حوثي یاغیانو  د یمن د سادا  د ولایت نه د سعودي عربستان د جازان پر ولایت  د بالستیک توغندي  برید وکړ.

هغه  ویلي دي چې  حوثي یاغیانو  دا توغندی  په ملکي میشته  سیمو  توغول وو خو  له نیکه مرغه چې  توغندی  په خپل هدف نه بلکې په دښته کې غورځیدلی دی .

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې  هیچا ته ځاني او مالي زیان  ندی اوښتی.

د بله پلوه  حوثي یاغیانو بیا ویلي ویلي دي چې توغندی  د سعودي د جازان  په ولایت کې  د تیلو په یو شرکت ګوزار کړی وو  چې  خپل هدف يي له منځه وړی  دی.

سعودي عربستان  د حوثي یاغیانو دا ادعا په کلکه توګه رد کړې ده  او ویلي دي چې توغندی  په یوې دښته کې لګیدلی دی  .



اړوند خبرونه