اسد ځواکونو د اسراييلو د جنګي الوتکې د ويشتو ادعا کړې

په سوريه کې د سراييلو جنګي الوتکه ويشتل شوې

اسد ځواکونو د اسراييلو د جنګي الوتکې د ويشتو ادعا کړې

سوريې  د اسراييلو يوه جنګي الوتکه او ۴ توغندي په هوا کې له منځه يوړل. 

دا خبره د سوريې روسيې خبري رسنيو  کړې ده. 

د سورېې پوځ تيره شپه د اسراييلو اړوند د يوې جنګي الوتکې لو ۴ توغنديو د هوايي دفاعي سيستم په مرسته په هوا کې د ويشتو ادعا کړې ده. 

د بله پلوه اسراييلو بيا د سورېې د پوځ ادعا رد کړې ده. 

د اسراييلو پوځ په خپور کړي بيان کې د اسد د ځواکونو لخوا ددوې د جنګي الوتکې د ويشتو ادعا بې بڼسټه بللې ده. 

همداشان سوريې رژيم ته نږدې سرچينو  ويلي دي چې د اسراييلو جنګي الوتکه تيره شپه د پلازمينې دمشق په سويل کې د القصوه په سيمه کې چې د هوايي بريدونو په خاطر راغلې وه د دفاعي توغنديو په واسطه رانسکوره کړه. 

د ويلو ده چې اسراييلو پوځ وخت نا وخته په سوريه کې د ايران او حزب الله په پلوي ځواکونو او هډو هوايي بريدونه کوي.



اړوند خبرونه