د اخوان المسلیمن د رهبري شورا د مشر په ګډون ۲۶ تنه په ۳ کاله بند محکوم شول
د مصر عالي محکمې د اخوان المسلمین د سازمان د رهبري شورا د رئیس محمد بدیع په ګډون د ۲۶ تنو غړیو په اړه د هیواد محاکمو ته د سپکاوي له امله ورکړل شوې د ۳ کلونو بند سزا تایید کړه.

د ویلو ده چې د اخوان المسلمین د سازمان د رهبري شورا د رئیس محمد بدیع او ۲۵ غړي په زندانونو د چاپې د دعوا د محاکمې په دوران کې محاکمو ته د سپکاوي له امله د محکمې د هیت لخوا په دری کاله بند محکوم کړی شول.
د نوموړو د مدافع وکیلانو د محکمې په پریکړه د اعتراض له امله عالي محکمې ته مراجعه وکړه.
عالي محکمې د لاندې محکمې حکم تایید کړ.
د ویلو ده چې د نوموړو ۲۶ تنو په منځ کې د اخوان المسلیمن د رهبري شورا رئیس محمد بدیع، محمد البیلتاجي، سعد القحطاني او سافویت حجازي هم شتون لري.
د ویلو ده چې د قاهرې د جزا محکمې د ۲۰۱۴ کال د نوامبر په میاشت کې ددوې په اړه دا پریکړه کړې وه.
ویل کیږي د قاهرې د جزا د محکمې قاضي شعبان شامي په زندانونو د چاپې د دعوا د محاکمې په جلسه کې لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي ته ویلي وو چې چپ شه او خبرې مکوه. ددې په مقابل کې د اخوان المسلیمن نورو غړیو د قاضي پر وړاندې غبرګون ښودلی وو. قاضي د ۲۶ تنو په اړه محاکمو ته د سپکاوي له امله د ۳ کاله بند حکم کړی وو.