امریکا په راتلوونکو اونیو کې د سوریې نه خپل ځواکونه وباسي.

امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې  په راتلونکو اونیو کې به  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو لړۍ پیل شي.

امریکا په راتلوونکو اونیو کې د سوریې نه خپل ځواکونه  وباسي.

 

دا خبره  د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان  جنرال  جوزیف وتل  وکړه.

وتل دا خبره  د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وکړه. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  د سوریې نه د امریکايي ځواکونه د وتو لړۍ به  په راتلونکو ورځو کې او که په اونیو کې پیل شي ؟ داسې وویل، دا بهیر کیدای شي چې په راتلونکو  اونیو کې پیل شي.

هغه وویل چې  غوڅه نیټه  په سوریه کې د حالاتو سره تړاو لري. هغه وویل چې امریکايي ځواکونو د سوریې نه د خپلو پوځي تجهیزاتو  لویه برخه ویستلې او دا لړۍ دوام لري.

هغه وویل چې  د پوځیانو  ویستل  د تجهیزاتو د ویستو نه  ډیر اسانه دي. لومړی په سیمه کې د اضافه  تجهیزاتو د حلولو هڅه کوو.

هغه  په عراق کې د امریکايی ځواکونو په اړه وویل چې  ، د عراق نه د سرتیرو د ویستو کوم پلان نشته . هلته به پوځیان  په خپل ځای پاتې شي.

هغه وویل چې هغه سرتیري به چې اړتیا ورته نوي  خپل هیواد ته ستانه کړو.

د ویلو ده چې امریکا  عراق ته د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر ۵ زره تنه سرتیري استولي دي.



اړوند خبرونه