د امریکا  متحده ایالتونو  د کالیفورونیا  په ایالت کې د اورلګیدنې  فلاکت  دوام لري.

په کالیفورونیا کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده

د امریکا  متحده ایالتونو  د کالیفورونیا  په ایالت کې د اورلګیدنې  فلاکت  دوام لري.

د امریکا  متحده ایالتونو  د کالیفورونیا  په ایالت کې د اورلګیدنې  فلاکت  دوام لري.

په یاد شوي ایالت  په ځنګلونو کې  د تیرو څلورو ورځو راهیسې د روانې اورلګیدنې له امله  د مړو شمیره  ۳۱ تنو ته  رسیدلې ده .

د ویلو ده چې  د اورلګیدنې له امله  تر ۴۰۰ ډیر کسان لا درکه شوي دي.

د کالیفورونیا  په ځنګلونو کې د تیرې یکشنبې په شپه  پیل شوې  اورلګیدنه  د ټولو  هلو ځلو او امکاناتو  سره سره  تر کنټرول لاندې نه نیول کیږي.

د کالیفورونیا  چارواکیو  د نوموړې  اورلګیدنې له امله  د مړو شمیره  ۳۱ تنه  او د لا درکه شوو کسانو شمیره  تر ۴۰۰ تنو ډیره  ښودلې ده .

د یاد شوي ایالت په شمالي برخو کې په ځنګلونو کې د پيل شوې  اورلګیدنې له امله  تر اوسه پورې  څه باندې  ۳۵۰۰  کورونو او دوکانونو زیان  لیدلی  او ۶۴۷ کیلومتره  ځنګلیزه  سیمه  په سکرو بدله شوې ده .

د اورلګیدنې له امله  په لسګونو زره تنه انسانان  خپلو کورونو پریښودو ته  اړ شوي او امنو سیمو ته  استول شوي دي.

په امریکا کې  سږ کال  رامنځته شوو اورلګیدنو له امله  تر ۲ میلیاردو ډالرو زیات  مالي زیان  اړولی دی چې دا تر ننه پورې تر ټولو  ستر زیان  بلل کیږي.

د اور وژنې  ډلې  د مځکې او هوا  له لارې  د اور د مړولو  هڅه کوي  خو  د باد له امله  د اور لمبې  یو لوري او بل لوري ته  خوریږي.



اړوند خبرونه